د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

مسیر: هدفي بریدونه، اعلامیې او تشې ژمنې درد نه دوا کوي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو مذاکراتو په تړاو لیکلي چې دا مذاکرات به اته ورځې وروسته بیا ځلې په قطر کې پیل شي.

ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرې خورا مهمې بللي ليکلي چې دا ځل تمه دا ده څو د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونه په مهمو او اصلي موضوعاتو سره خبرې وکړي.

خو لیکوال ټینګار کوي چې د جګړې د ختمېدو او سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې یو منظم پلان جوړ شي او دننه په هېواد کې پرې سلا مشورې وشي.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا افغان پلاوی باید یوه واضح او روښانه تګلاره ولري چې وکولای شي په خورا جدیت مذاکراتو ته کېني.

لیکوال ټینګار کړی چې د یوې روښانه تګلارې پرته به سوله ناشونې وي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله کې ټینګار کړی چې هدفي بریدونه، اعلامیې او تشې ژمنې درد نه دوا کوي.

وړاندې د ولسمشر غني د تېرو ورځو څرګندونو ته اشاره شوې چې امنیتي ادارو ته‌یې سپارښتنه وکړه څو ژر تر ژره دې د رسنیو، مدني فعالانو او علماوو د ساتنې لپاره اقدامات وکړي.

خو د سرمقاله لیکونکي په وینا دا لومړی ځل نه‌دی چې ولسمشر د خلکو د خوندیتوب، د فساد له‌منځه وړلو، د ستونزو د حل، د ملکي خلکو له مرګ‌ژوبلې د مخنیوي، د جنایتونو د څېړنو او نورو ورته مسایلو په اړه پلاوی ټاکي او یا چارواکو ته د پېښو د څېړلو او ارزولو مسؤلیت سپاري، بلکې په خبره‌یې دا هر څه نور رسنیو او خلکو ته تکراري دي.

ورځپاڼې دغه‌شان اندېښنه ښوولې چې دا وحشت د پلاوي او اعلامیو په خپرولو نه‌ختمېږي، بلکې د حکومت قوي ارادې، منظم پلان او صادقانه هڅو ته اړتیا لري.

لیکوال ټینګار کړی چې هدفي وژنې د حکومت، مدني ټولنې او رسنیو د کمزورۍ لامل ګرځي چې په دې سره به دا کمزوري په لسیزو کې هم بېرته ځای ته رانه‌شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په پلازمېنه کابل کې د ۱۰ چينايانو د نیول کېدو په تړاو لیکلي چې له پاکستان سره د افغانستان پر ضد د چين يارانه هم په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره ده.

خو د لیکوال په خبره دا يوازې چين نه‌دی چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او وحشتونه خپروي، بلکې د پاکستان په څېر يو شمېر نور دښمنان هم شته چې د افغانستان په وړاندې په مخامخ جګړه کې ښکېل دي.

خو لیکوال ټینګار کړی چې په دې اړه باید په نړيواله کچه شکايت وشي او دا لوري اړ کړای شي چې نور نو په افغانستان کې جګړه او بريدونه بس کړي.

XS
SM
MD
LG