د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

پاکستان: افغانستان کې د ځینو سیاسي کړیو منفي او شکمن نظرونه منفي اغېز لرلای شي


د افغانستان او پاکستان بیرغونه
د افغانستان او پاکستان بیرغونه

پاکستان یو وار بیا د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې په خپلې همکارۍ ټینګار کړی دی.

‎پاکستان وایي د افغانستان شخړه په سیاسي لاره حلېږي نه په پوځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی د افغان سولې او ثبات اړوند خپلو همکاریو ته ژمن دي.

‎په دغه اعلامیه کې راغلي په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې په برخه کې د اسلام‌اباد هڅې د نړیوالې ټولنې له لوري منل شوي، خو دوی په افغانستان کې دننه د یو شمېر سیاسي کړیو له لوري د منفي او شکمنو نظرونو په وړاندې کولو اندېښمن دي او دا کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو منفي اغېز ولري.

‎پاکستان وروسته له هغه دا خبرپاڼه خپروي چې د روانې لمریزې مرغومې میاشتې په پنځمه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د طالب استازو د سفر پر مهال د دغه ډلې د مشرانو او جنګیالیو د لیدنې په اړه غبرګون وښود.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېدل چې د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په پاکستان کې له طالب جنګیالیو سره ګوري او هغوی ته وینا کوي.

‎د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي وو: "دغه خپرې شوې وېډیوګانې ثابتوي چې لا هم پاکستان د طالبانو دوامداره فعالیتونه مني او له مخې یې دا د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا په سیمه کې د ناکرارۍ لامل ګرځي او په افغانستان کې تلپاتې سوله له ننګونې سره مخ کوي.

‎که څه هم هڅه مو وکړه چې د پاکستان د دغو تازه څرګندونو په اړه د افغانستان د حکومت نظر ولرو، خو لا یې پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

خو وړاندې تر دې د روان لمریز کال د لړم یا عقرب په ۲۹مه کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر پر مهال ولسمشر غني له هغه سره تر لیدو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې د پاکستان له هڅو مننه وکړه او ترې ویې‌غوښتل چې د افغان سولې په برخه کې لا همکار پاتې شي.

‎دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر سیاسي مشرانو او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پاکستان ته سفرونه درلودل.

XS
SM
MD
LG