د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

چارواکي: د نړۍ دیني عالمان د افغان سولې بهیر د ملاتړ لپاره ناسته کوي


محمد قاسم حلیمي
محمد قاسم حلیمي

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وايي، د نړۍ دیني عالمان په پام کې لري چې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره ناسته ترسره کړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د دوشنبې په ورځ خبرې غونډه کې وویل، هڅه کوي د نړۍ دینی عالمانو په ګډون ناسته جوړه کړي.

د نوموړي په خبره د دې ناستې موخه به د افغانستان سولې بهیر څخه ملاتړ او د جګړې دوام په اړه به پریکړه لیک چمتو کول وي.

هغه زیاتوي: "د کرونا اوبا له ختمېدو سره به نږدې وختونو کې یو سیمه ییز کنفرانس ولرو، دا به د علماوو کنفرانس وي چې په پایله کې به یې په افغانستان کې د سولې او جګړې په اړه یو پریکړه لیک یا اعلامیه هم ولرو."

ښاغلي حلیمي دغه شان په افغانستان کې جګړه ناروه وګڼله او وویل، چې د نړۍ عالمان هم ورته نظر لري.

هغه زیاته کړه، د اسلامي نظام غوښتونکي یو، هغه نظام چې د ټولو ته د منلو وړ او هیڅ ډول جبر پکې نه وي.

د نوموړي په خبره: "د افغانستان خلک چې هر ډول نظام غواړي باید درناوی ورته وکړو، نه دا چې په خپلو جیبونو کې نظام راوړو او په خلکو یې ومنو، په اسلام کې زور جبر نشته، په اسلام کې د نظام بنسټ عدالت دی."

په ورته وخت کې طالبان وايي ترهغه چې افغانستان کې اشغال او اسلامي حاکمیت نه وي ټینګ شوی، جهاد مشروع دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته لېږلي پیغام کې ویلي، په اسلام کې د نظام جوړولو لپاره اصول ټاکل شوي او دا چې هغوی غربي موضوعاتو ته اسلامي اړخ ورکوي دا له اسلام څخه د دوی بې خبري ښیي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا او د محمدیه علماوو د سازمان مشر کابل ته د سفر پر مهال ویلي و، چې افغانستان کې له روانې جګړې سره مخالف دي او هڅه کوي ترڅو په دې هېواد کې سوله راشي.

له دې وړاندې د سعودي، مصر او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو هم د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې او له ښکېلو اړخونو یې د دایمې اوربند غوښتنه کړې ده.

اوربند هغه موضوع ده چې افغان حګومت هم پرې بار بار ټینګار کړی.

ویل کېږي، چې د سولې دوهم پړاو بین الافغاني خبرې چې ټاکل شوې د راروانې جنورۍ میاشتې په پنځمه به دوحه کې پیل شي د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به هڅه وکړي چې طالبان اوربند ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG