د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

"طالبانو زما د ورور شا محمد جسد له قبره ایستلی او سر یې ترې پرې کړی"


وژل شوی قوماندان شا محمد
وژل شوی قوماندان شا محمد

په ارزګان ولایت کې سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د دهراود ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان شامحمد جسد له قبر ایستلی دی او سر یې ترې پرې کړی دی.

د دې پخواني قوماندان ورور جان محمد کریمي چې اوس خپله د خپل ورور پر ځای د دهراود د ولسوالۍ امنیه قوماندان دی، ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو یو غیرې اسلامي او غیرې انساني عمل کړی، له قبره یې جسد ایستلی، سر یې ځینې سر پرې کړی او له ځان سره یې وړی، جسد یې همالته اچولی دی."

کریمي دغه راز ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو لس ورځې وړاندې دده بل ورور هم تر وژلو وروسته په موټر پسې کش کړی او بیا یې سر ترې پرې کړی و.

په دهراود ولسوالۍ د افغان ملي اردو د کومانډو ځواکونو قوماندان قدیرخان هم ازادي ته دا خبره تاییده کړه او زیاته یې کړه، طالبانو تر دې مخکې هم په دهراود او نورو سیمو کې ورته کړنې ترسره کړي.

د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو په ځینو مواردو کې هغه کورونه په چاودنو نړولي چې غړي یې په افغان ځواکونو کې دي.

د ملي اردو د دې سیمه ییزو قوماندانان په وینا وسله وال طالبان په ځینو مواردو کې"د سرتیرو مال چوروي او کورونو یې نړوي، نو د ده خو له عسکر سره مشکل دی. هغه کس سره چې ټوپک ورسره دی. له کور، ورور، خونې او مال سره یې څه دښمني ده؟"

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یو لنډ پیغام کې ویلي چې د حکومتي چارواکو دا ادعاوې ردوي.

قوماندان شاه محمد چې شااوخوا شپږ میاشتې وړاندې ترینکوټ ښار کې ناڅرګندو وسله والو په برید کې ووژل شو، په سترګو معیوب و او له تېرې یوې لسیزې راهېسې د دهراود ولسوالۍ د امنیه قوماندان و.

نوموړی په سیمه کې د طالب وسله والو سرسخت مخالف ګڼل کېده او د چارواکو په ونیا تر ۳۵ زیات ځانمرګي بریدونه او چاودنې پرې شوې وې.

دا یوازې طالبان نه دي چې د خپلو مخالفانو د جسدونو د سپکاوي تور پرې پورې کېږي، بلکې تر دې مخکې په افغانستان کې مېشت بهرني سرتیري هم په ځینو مواردو کې د وژل شویو کسانو جسدونو ته په سپکاوي تورن شوي او همدارنګه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه هم ادعاوې شوي چې په ځینو مواردو کې یې د وژل شویو مخالفانو جسدونو ته سپکاوی کړی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي په جګړه کې د وژل شویو کسانو جسدونو ته سپکاوی غیرې انساني عمل بولي.

په ارزګان ولایت کې د بشرحقونو د سیمه ییز دفتر مشر عبدلاحد بهايي ازادي راډيو ته وویل، د وژل شوي کس جسد ته سپکاوی انساني کرامت ته سپکاوی دی او د جګړې ښکېل لوري باید له دا ډول کړنو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG