د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

راه مدنیت: ایا چین د افغانستان د امنیت د خرابولو په لټه کې دی؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې د مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو زیاتېدو ته په اشارې اندېښنه ښودلې چې د کابل ښاریانو هر سهار د مقناطیسي ماین په چاودنو پيلېږي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې دغو چاودنو داسې مهال زور اخیستی چې له یوې خوا له افغانستانه بهرني ځواکونه په وتو دي او له بلې خوا په دوحه کې د سولې خبرو دوهم پړاو پيلېږي.

لیکوال دا وېره هم ښودلې چې د دغو نا امنیو ترڅنګ ځينې کړۍ په ډېر ماهرانه ډول په کلیو او بانډو کې د بنسټیزو پروژو او عامه تأسیساتو په ورانولو لګیا دي او په ښارونو کې د فکر او نظر خاوندان په نښه کوي او په دې توګه له سولې وروسته د راروان وضعیت لپاره ځان ته زمینه برابروي.

د سرمقالې لیکوال دا نه‌دي لیکلي چې څوک دا کار کوي، خو ټینګار یې کړی چې حکومت مسؤلیت لري څو د رسنیو، خبریالانو، مدني فعالینو، عامه تأسیساتو او بالاخره هر افغان او افغانستان ساتنه وکړي.

  • راه مدنیت

راه مدنیت ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې سره پیل کړې ایا چین د افغانستان د امنیت د خرابولو په لټه کې دی؟

وړاندې د هندوستان ټایمز وروستي راپور یوه برخه را اخیستل شوې چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په دې هېواد کې د جاسوسۍ په تور ۱۰ تنه چینایان نیولي دي.

وړاندې راغلي دي چې دغې ۱۰ کسیزې ډلې د پاکستان د استخباراتو په مرسته په افغانستان کې کار کاوه او د نیول کېدو پر مهال ترې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي.
د دغه چینایانو د نیول کېدو په اړه تر دې دمه افغان حکومت څه نه‌دي ویلي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم افغانستان تر اوسه هیله‌مند و چې چین پر پاکستان د نفوذ لرلو او اقتصادي اغېزو له امله به د افغانستان د سولې په پروسه کې منځګړیتوب وکړي، خو په وینا یې چې د چین له کړنو ښکاري چې د چین تګلاره یوازې د ژمنې تر کچې وه.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا پر خلکو غږ کړی چې د هدفي وژنو او پردۍ جګړې د مخنيوي لپاره بايد ملت سره يو موټی شي.

لیکوال ټینګار کړی چې دغه حالت زړه بوګنوونکی ځکه دی چې په هدفي وژنو کې د خبريالانو په شمول، مدني فعالان، د حکومت لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي او د ولسي جرګې د استازو په شمول د ملت د سر سړي په نښه کیږي او څوک‌یې مسؤلیت هم نه‌مني.

لیکوال بیا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په پروسه کې ځنډ او د طالبانو له‌خوا د اوربند نه‌منل، د دغه حالت ستر لاملونه بللي.

ورځپاڼې همدارنګه ټینګار کړی چې د ملت استازي بايد د سولې لپاره په يو غږ د ملګرو ملتونو پر استازوليو، د امريکا پر سفارت او د اروپايي ټولنې پر استازولۍ سخت فشارونه راوړي چې په افغانستان کې د وژنو لپاره دا پردۍ جګړه بنده کړي.

XS
SM
MD
LG