د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

صالح: تروریستي ډلې غواړي د کابل امنیت په خرابولو امنیتي بنسټونه کمزوري وښیي


د دسمبر په ۲۰مه، کابل کې د یوې چاودنې عکس
د دسمبر په ۲۰مه، کابل کې د یوې چاودنې عکس

د افغانستان د پلازمېنې کابل یو بل سهار هم د درېیو مقناطیسي بمونو په چاودنو پیل شو.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړی چاودنه د حضوري چمن ته څېرمه، دوهمه د فیض محمد کاتب پر سرک او درېیمه چاودنه د درېیمې ناحیې اړوند شهید څلورلارې کې ترسره شوې ده.

د ښاغلي فرامرز په خبره په دې چاودنو کې دوه پولیس وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي دی.

دی وايي: "د کابل امنیت په اړه د خلکو اندیښنې د درک وړ دي، د کابل امنیتي ټیم د خلکو مالي او ځاني امنیت خوندیتوب لپاره جدي کار کوي، په ځانګړي ډول د هدفي وژنو په اړه اندیښنې احساسوو، زموږ هڅې د کابل امنیتي میثاق په چوکاټ کې د نا امنیو پر وړاندې روانې دي."

په ورته وخت کې د جمهور ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، ترهګر او ځیني مافیایي ډلې غواړي د ناامنیو لمن پلازمېنې ته وغځوي.

د ښاغلي صالح د مطبوعاتي دفتر غړي ضیا ورسجي ازادي راډیو ته وویل، ترهګرې ډلې غواړي په دې سره افغان امنیتي بنسټونه کمزوري وښيي: "له شک پرته دا کار د تروریستې ډلو یا د هغو خلکو دی چې د مافیايي کړیو تر شا کار کوي، د کابل امنیت خرابېدو تر شا یې موخه دا ده څو د سهار د شپږ نیمو بجو جلسې له ستونزو سره مخ کړي، خو د شپږ نیمو بجو جلسې به همداسې دوام پیدا کړي."

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې کېږي چې ښاغلي صالح په مستقیم ډول د کابل امنیتي چارې پر غاړه اخېستي دي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست پخواني مرستیال او د مصالحې عالي شورا غړي یونس قانوني د دې شورا په دوهمه ناسته کې ترورېزم یو نه اعلان شوې جګړه یادوي چې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي.

د جمهوري ریاست پخواني مرستیال او د مصالحې عالي شورا غړی یونس قانوني
د جمهوري ریاست پخواني مرستیال او د مصالحې عالي شورا غړی یونس قانوني

هغه زیاتوي، حکومت په دوو لسیزو کې له ترهګري سره د مبارزې برخه کې د پام وړ لاسته رواړنې نه دي ترلاسه کړې: "دا جګړه هره ورځ قرباني اخلي، په دې ۲۵ کلونو کې، دولت او ملت نه دی توانیدلی چې له دې ناورین سره د مبارزې برخه کې برلاسي شي، ښه ده چې په دې ناسته کې چې کوم امنیتي مسوولین ناست دي د افغانستان خلکو له ادرسه ترې وغواړو، ترڅو د دې لپاره یو حل لاره پیدا کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې وسله والې حملې، د مقناطیسي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

د افغانستان. د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید او کاپیسا کې د ښځو د حقونو فعالې فرشته کوهستاني د هدفي وژنو د لړۍ تازه پېښې دي چې ګڼ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG