د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

هشت صبح: د سولې خبرې تر پیل وړاندې له بن بست سره مخ شوي


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستغونډې یو انځور - 12.9.2020
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستغونډې یو انځور - 12.9.2020
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې د سولې د دویم پړاو د مذاکراتو له پیل وړاندې یوشمېر خنډونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دغه خبرې تر پیل وړاندې له بن بست سره مخ شوي دي.

د لېکوال په وینا په دغو خبرو کې اوربند هغه مسئله ده چې لاهم پرې ګڼ اختلافات موجود دي.

د ورځپاڼې د معلوماتو په اساس افغان پلاوي ته'' اوربند ''د خبرو د بحث لومړی شرط دی، خو طالبانو ته بیا د وروستۍ مسئلې په توګه مطرح دی ځکه د لیکوال په خبره طالب لوری تر اوربند وړاندې نورو مسایلو ته لومړیتوب ورکوي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور طالبان پر افغان حکومت اوربند د فشار د یوې وسيلې په ډول کاروي ځکه دوي نه غواړي پر سیاسي نظام تر هوکړې دمخه اوربند وکړي.

  • افغانستان

د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغان دولت درې لویې تېروتنې کړې دي.

دا د افغانستان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی.

د ورځپاڼې په وینا،لومړنۍ تیروتنه دا وه، چې افغانستان د سولې د خبرو پرمخ بیولو لپاره د قطر غوښتنه ومنله ځکه په خبره یې قطر له کلونو راهیسې د بنسټپالو او ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټنځای دی او دې ډلو ته یې مالي ملاتړ برابر کړی دی.

دغې ورځپاڼې د دولت بله تېروتنه د مینځګړیتوب لپاره د ښاغلي خلیلزاد منل یاده کړې چې په وینا یې د سولې پروسه باید د افغانانو په ملکیت ترسره شوې وای.

درېمه مسئله چې ورځپاڼې ورته اشاره کړې هغه د څه باندې 6،000 طالب بندیانو خوشې کول دي، چې د لیکوال په وینا د افغان دولت دغه تیروتنې به نه جرانېدونکې پایلې ولري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي،چې له طالبانو په پرله پسې توګه د سولې او اوربند غوښتنو برعکس يې جګړه او ترهګريز بريدونه پراخ کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي د اوربند غوښتنو سره سره طالبانو جګړې ته زور ورکړ او همدارنګه د خپلو ۷ زره نورو بنديانو د خلاصون غوښتونکي هم دي.

خو د لیکوال په خبره ښایي د طالبانو دا غوښتنه اوسمهال ونه منل شي.

د ورځپاڼې په وینا اړتیا ده، چې د سولې فرصت بايد له لاسه ونه وځي او طالبان دې د سولې له بهير سره يوځای شي.

د لیکوال په اند د دې مانا داده، چې ملت او نړيواله ټولنه د سوله ييز افغانستان غوښتونکي دي او هغوی چې د سولې په بدل کې د نظام بدلون غواړي، هڅې يې بابېزه دي او نړيواله ټولنه هېڅکله د وروستيو لاسته راوړنو ضايع کېدل نه غواړي.

XS
SM
MD
LG