د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

مسیر: په کابل کې بریدونه درې بېلابېل اړخونه لري


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د کابل او ولایتونو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره په دولت انتقاد کړی چې د پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی.

  • مسیر

مسیر ورځپانې په کابل کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردک پر موټر پرونۍ چاودنې ته په اشارې لیکلي چې په کابل کې دغه بریدونه درې بېلابېل اړخونه لري.

لیکوال تور پورې کوي چې یوه برخه بریدونه طالبان کوي چې د ځینو یې مسؤلیت اخلي او پر ځینو خوله پټوي، خو په خبره‌یې، بله برخه بریدونه بیا د سولې مخالفې شبکې چې پردی استخباراتي ملاتړ لري، کوي، څو د سولې پروسه تخریب کړي چې داعش هم په‌کې شاملېږي.

ورځپاڼې د درېیمې برخې بریدګرو په اړه وايي، دا بریدونه ځيني دولتي او غیر دولتي سیاسي چارواکي او زورواکي کوي چې د ګټو ټکر ته سره تللي او د خپلو مافیايي کړنو او فعالیتونو په لړ کې یې ترسره کوي. د لیکوال په خبره ښايي نور لاملونه هم وي، خو دا یې مهم او لوی لاملونه ګڼل کېږي.

لیکوال دولتي چارواکي د دغو بریدونو په مخنیوي کې ناکام بللي او ټینګار یې کړی چې چارواکي دې نور د غندنې او خواشینۍ څرګندونو تمثیل پرېږدي او په عملي ډول دې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې ټینګار کړی چې ترهګريز بريدونه د سولې بهير زيانمنوي.

وړاندې د کابل او ولایتونو وروستیو خونړیو بریدونو ته اشار شوې راغلي چې دښمن په ډېر مهارت سره د افغانانو د وينو تويولو ترڅنګ دا هڅه کوي چې د افغانانو د پرمختګ، هوساينې او سوله‌ييز ژوندانه مخنيوی وکړي. ورځپاڼې که څه هم د کوم مشخص لوري نوم نه‌دی اخیستی، خو ویلي دښمن هڅه کوي چې دا اجماع سره وپاشي او د سولې پر بهير باور له‌منځه يوسي!

ورځپاڼې پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی چې د ترهګرۍ او اورپکۍ د تمويل سرچينې او د روزنې ځالې له‌منځه يوسي، ځکه دا خطر نه‌يوازې افغانانو ته متوجې دی، بلکې سيمه او نړۍ هم ننګوي!

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا ټینګار کړی نړيوال بشري بنسټونه دې د پاکستان بشر ضد اعمالو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.

وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر په ننګه په پکتيا، خوست او پکتيکا ولایتونو وروستیو لاریونونو ته په اشارې راغلي چې د بشري حقونو د ځينو بنسټونو د شمېرو له مخې يوازې پاکستاني نظامي او استخباراتي بنسټونو په وزيرستان، بلوچستان او ځينو نورو سيمو کې شاوخوا ۷۰ زره بلوڅ او پښتانه مشران او ځوانان په پټه او ښکاره وژلي او د دې سربېره‌يې ګڼ نور زنداني کړي دي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د پاکستاني حکومت له‌خوا د بشري ضد تېريو دوام د ټولو بشري قوانينو خلاف کار دی.

XS
SM
MD
LG