د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

هشت صبح: په کور دننه طالبانو ته د بین‌الافغاني مذاکراتو وړاندیز نوې خبره نه‌ده


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په کور دننه د مذاکراتو د پیل په امکان، په دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو په وقفې او دغه‌شان د هدفي وژنو په څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په کور دننه طالبانو ته د بین‌الافغاني مذاکراتو وړاندیز څه نوې خبره نه‌ده، بلکې پخواني ولسمشر حامد کرزي شااوخوا ۷ کاله وړاندې دوی ته دا ډول وړاندیز کړی و.

په سرمقاله کې راغلي، اوس افغان حکومت یو ځل بیا هڅه پيل کړې چې د قطر او یا کوم بل هېواد پر ځای بین‌الافغاني مذاکرات په افغانستان کې وشي.

د لیکوال په اند، افغان حکومت په دې هڅې سره درې هدفونه تعقیبوي، یو به د مذاکراتو لګښتونه راکم شي، طالبان به تر مستقیم فشار لاندې راولي او بل به په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د بهرنیانو لاسونه لنډ شي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، په قطر کې طالبانو له خپل سیاسي دفتره د خپل ځان لپاره لویه ګټه ترلاسه کړه، دوی له دې لارې له نړیوالو او د افغانستان د حکومت له سیاسي مخالفانو سره اړیکې تینګې کړې، نو طالبان هېڅکه هم په اوس‌مهال کې په افغانستان کې مذاکراتو ته زړه نه ښه کوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، طالبان به هغه وخت په افغانستان کې د دفتر پرانیستو او مذاکراتو ته لېوالتیا وښيي چې د افغانستان له حکومت سره سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او له دغه دفتره به د نورو سیاسي موخو لپاره لکه له تور لېست د دوی د غړو ایستلو او خوندي ژوند کولو لپاره ګټه واخلي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د وقفې په څرنګوالي لیکنه او تبصر کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، شااوخوا درې میاشتې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو پلاوو د طرزالعمل جوړېدو باندې خبرې وکړې او غوڅ ښکاره توافق ته ونه‌رسېدل، خو د امریکایانو د مداخلې له کبله ډېر ژر به دواړه لوري هوکړه وکړي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، طالبان هم تر دې په ښه وضعیت کې نه‌دي، د لیکوال په اند دوی په دې غلطې انتباه سره چې ګواکې له امریکا سره‌یې معامله مستقله ده او ګواکي هغوی یې د سولې خبرو ته مجبور کړي، د امریکایانو تصامیم تر اوسه په خپله ګټه بولي او په ډېره خوښي یې قبلوي.

ویسا لیکي، په مذاکراتو کې د کرسمس په رارسېدو دمه داسې مهال اعلان شوه چې په افغانستان کې هره ورځ بمبارۍ، د ماینونو چاودنې، د مرمیو باران او هدفي وژنې د سلګونه انسانانو ژوند اخلي.

په قطر کې مذاکراتي ډلو اعلان کړی چې دوی یو بل ته خپل وړاندیزونه سپارلي او د غور لپاره یو څو ورځې په خبرو کې وقفه اعلانوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره د يوې بشپړې طرحې په جوړېدو ټینګار کړی.

په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل کې په خبریالانو او د څارنوالانو په ګډون په دولتي کارکوونکو بریدونه زیات شوي چې خلک‌یې سخت اندېښمن کړي.

هېواد لیکي، که څه هم د خبریالانو د وژنې عاملینو د نیولو لپاره حکومت چټک اقدام کړی، ځیني شکمن کسان‌یې نیولي، خو د ليکوال په باور باید د دوی خوندیتوب ته هم ځانګړی پام وشي.

لیکوال په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ناټو د امکاناتو او استخباراتي معلوماتو د مرستې غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG