د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ويسا: چاودنو، غلاوو او د هدفي وژنو د خلکو روحي حالت سخت زیانمن کړی


کابل کې د چاودنې وروسته د سيمې وضعیت December 20, 2020.
کابل کې د چاودنې وروسته د سيمې وضعیت December 20, 2020.

کابل چاپ ورځپاڼو په نننيو ګڼو کې تر ډېره د نا امنیو زیاتېدو او د حکومت له لوري د اطلاعاتو د محدولو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

ويسا

ويسا ورځپاڼې په افغانستان کې د چاودنو، غلاوو، هدفي وژنو زیاتېدو ته په اشارې لیکلي چې دغو بریدونو د خلکو روحي حالت ته سخت زیانمن کړی او اکثره افغانان فکر کوي چې ځان او مال یې په دوامداره توګه د یو نامعلوم دښمن لخوا ګواښل کېږي.

ورځپاڼې اندېښنه ښودلې، چې د اوسنیو وژنو او چاودنو یو خصوصیت دا دی چې څوک یې مسئولیت په غاړه نه اخلي او تر اخره ګونګ پاتې کېږي.

لیکوال ټینګار کړی، چې همدغه ګونګوالي د عامو خلکو ذهني حالت ډېر خراب کړی، ځکه په وینا یې هېڅ وړاندوینه نشي کېدای چې پېښه به چېرته کېږي او هدف به یې څوک وي.

افغانستان ورځپاڼې د دغه هېواد د سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې، د هند د تحرکاتو له امله د سولې پروسې د زیانمنیدو خبره یې کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان تل د نورو هېوادونو د ګټو قرباني شوی او هره ورځ یې بیه پري کوي.

دغې ورځپاڼې دغه شان د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وروستي څرګندونې هم را اخیستي چې ویلي، د افغانستان دولت کولای شي چې د مخالفو ډلو د مقابلې په هدف د فاطمیون له ډلې ګټه واخلي.

لېکوال اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادنو د چارواکو ضد او نقیضې څرګندونې په ګوته کوي چې افغانستان یو نوي کړکېچ ته د تلو په حال کې دی.

صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې پر حکومت نیوکه کړې، چې په افغانستان کې د سانسور او د اطلاعاتو د محدودولو په هڅه کې دی.

ورځپاڼې د ولایتونو د ویاندویانو په خبرو بندیز د قانون خلاف عمل یاد کړی لیکلي، چې والیان د ویاندویانو دنده نه شي ترسره کولی او په ډېرو حالاتو کې والیانو ته د خبریالانو لاسرسی ناشونی یا ډېر ستونزمن وي.

ورځپاڼې ادعا کړې، چې د افغانستان حکومت د دي لپاره چې اطلاعاتو ته د رسولو لپاره د خبریالانو لاسونه را لنډ کړي ډېرې لارې ازمویلي چې دا وروستی اقدام یې هم یوه ښکاره بېلګه ده.

د لیکوال په وینا حکومتي چارواکي تر ډېره هڅه کوي چې اطلاعات په خپل وخت د رسنیو په واک کې ورنه کړي، چې له دې امله تر ډېره مسایل زړېږي او مخاطب لپاره موضوع خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG