د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

مسیر: د سولې په خبرو کې له ځنډ سره دوه لویې اندېښې راپورته شوي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په مذاکراتو کې په پېشنهادي اجنډاو، په خبرو کې د وقفې او د مذاکراتو د دوام د ځای په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپانې لیکلي، څو ورځې وړاندې طالبانو د پېشنهادي اجنډا مفردات خپاره کړل چې مهم‌یې اسلامي نظام، د دیني عالمانو سراسري شورا جوړول، اسلامي معارف او د شریعت په رڼا کې د نارینه او ښځینه حقونه وو.

په سرمقاله کې راغلي، خو طالبانو د دغو وړاندیز شویو مفرداتو تفسیر روښانه کړی نه‌دی چې ایا د طالبانو اسلامي نظام به له اوسني نظام سره څومره توپير ولري چې د سرمقاله لیکونکي په خبره ممکن د خبرو په پرمختګ کې په دې اړه جزئیات وړاندې کړي او ورباندې بحث وشي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، طالبانو د افغانستان په دولت جګړه د یوې مهمې حربې په توګه وکاروله، خو د دوی له لوري په اجنډا کې د اوربند وړاندیز د بحث وړ نه‌و.

د لیکوال په اند نو له دې ښکاري، طالبان په دې سره غواړي چې نورو غوښتنو ته ځانونه ورسوي، لکه داسې تضمین غوښتل چې د ملګرو ملتونو له تور لېست د خپلو مشرانو نومونه وباسي او نور مسایل، نو د سرمقاله لیکونکي په باور داسې معلومېږي چې طالبان به په اساني اوربند ته غاړه کېنږدي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د سولې پېشنهادي اجنډا دواړو خواوو یو بل ته سپارلې، خو په دواړو کې دومره توپير لیدل کېږي، لکه د چین پلن او اوږد دېوال، د لیکوال په اند په داسې مذاکراتو کې د فکر لیدلوری او د اجنډا تفاوت طبیعي خبره ده، خو له هر څه وړاندې افغانان سوله او اوربند غواړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي د سولې په خبرو کې له ځنډ سره دوه لویې اندېښې راپورته شوې دي، یو دا چې د دغه ځنډ په وخت کې تاوتریخوالی همغسې روان دی او لا زیاتېږي، دوهم دا چې هسې نه چې خبرې بېرته په ټاکلي وخت پیل نه‌شي.

د لیکوال په اند ځینې کړۍ سر له اوسه هڅه کوي چې د خبرو د بیا پیل پر وړاندې ستونزې او خنډونه جوړ کړي، خو لیکوال په دې اړه ښکاره شواهدو ته اشاره نه‌ده کړې او نه‌یې هم د کوم چا نوم اخیستی.

د سرمقالې په پای کې راغلي دا خبرې به اوږدې، لانجمنې او سختې وي، خو بیا هم باید دوام وکړي او په هېڅ ډول باید بندې نه‌شي او یا داسې شرایط وړاندې نه‌شي چې د خبرو د بندېدو لامل شي، له همدې امله په باور یې خبرې باید دوام وکړي او ورسره دواړه اړخونه تر وروستي بریده هڅه وکړي چې تاوتریخوالی راکم کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، که طالبان د افغانستان د حکومت هغه وړاندیز ومني چې په کور دننه دې مذاکرات وشي، نو باید یوه داسې حایله سیمه چې امنیت‌یې د ملګرو ملتونو په لاس کې وي رامنځته شي.

په سرمقاله کې راغلي، په کور دننه د مذاکراتو ګټې دا دي چې په افغان کشاله کې د بهرنیانو لاسونه لنډېږي، افغانان ژر سولې ته رسېږي او د خلکو باور په سوله زیاتېږي.

XS
SM
MD
LG