د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی د بل پړاو خبرو لپاره سبا دوحې ته ځي


ارشیف، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی
ارشیف، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی نن (یکشنبه) له ولسمشر محمد اشرف غني سره مشورتي غونډه لري او ټاکل شوې سبا د بل پړاو خبرو لپاره دوحې ته روان شي.

دغه پلاوی وایي، پر چارواکو سربېره‌یې له سیاستوالو، ګوندنو او د ټولنې له نورو قشرونو سره مشورې کړي او په پوره چمتووالي خبرو ته ورځي.

د دغه پلاوي یو غړی غلام فاروق مجروح وایي، اوربند او سیاسي مشارکت له طالبانو سره د دې پړاو خبرو له لویو مسایلو څخه دي.

ښاغلي مجروح د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې له ولسمشر سره تر کتنې وروسته سبا دوشنبه دوحې ته ځي او بله ورځ خبرې پيلوي.

تمه ده دا پلاوی نن ماښام له ولسمشر غني سره وګوري.

غلام فاروق مجروح
غلام فاروق مجروح

ښاغلی مجروح زیاتوي: "موږ چې له ګوندونو، بنسټونو، واقعي او حقوقي شخصیتونو سره کومې مشورې درلودې، دا ټولې سره راټولوو او له ولسمشر سره ګورو، موږ به د ولسمشر مشورې او لارښوونې هم واخلو او بیا به ان‌شاءالله د دوحې خواته روان شو."

د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او ځینو غړو یې پرون د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ له کمېټې سره مشورتي ناسته درلوده.

د مصالحې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هغه مسوده هم چمتو کړې چې مذاکره کوونکی پلاوی به د خبرو پر مهال د لارښود په توګه کار ترې اخلي.

په همدې حال کې پرون (شنبه) د سولې خبرو د کوربه هېواد امیر له افغان ولسمشر سره خبرې وکړې او ژمنه‌یې ورکړه چې اوربند ته به د طالبانو په چمتو کولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته د ښاغلي غني او د قطر د امیر شېخ تمیم بن حمد ال ثاني د خبرو په اړه وویل: "په دې ټیلیفوني مکالمه کې دواړو لورو په دې باندې ټینګار وکړ چې سملاسي دې اوربند رامنځته شي، د قطر امیر ولسمشر ته وعده ورکړه چې د دوی حکومت به په ټول قوت باندې د دې ژمنې په عملي کولو خپلې هڅې ګړندۍ کړي."

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال دغه‌راز له ولسمشر سره د افغان دولت د مرکچي پلاوي د لیدنې په اړه وايي چې یاد پلاوی به د راتلونکي پړاو خبرو، خلکو سره د کتنو او نورو هغو مشورو په اړه چې دوی ترلاسه کړي دي، ولسمشر ته خپل راپور وړاندې کړي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي چې لومړی پړاو مذاکرات پای ته ورسول، کابل ته راغلل او له ولسمشر غني سره‌یې وکتل. ولسمشر هغوی ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان له مختلفو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، څو د افغانستان د خلکو سلا مشورې په دوهم پړاو خبرو کې منعکسې شي. دوی به نن د خپلو لیدنو کتنو راپور ولسمشر ته ورکړي."

د افغانستان دولت راتلونکي مذاکرات د سولې خبرو اصلي منځ‌پانګه بللې او د ملي مصالحې عالي شورا هم هیله ښودلې چې افغان پلاوی په دې پړاو خبرو کې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

تر دې مخکې فوزيه کوفي د مذاکره کوونکي پلاوي یوې بلې غړې له ازادي راډيو سره په ځانګرې مرکه کې ويلي و په دې پړاو خبرو کې به د تاوتریخوالي کمی چې تل‌پاتې اوربند ته زمینه برابره کړي او د راتلونکي نظام څرنګوالی، مهم بحثونه وي.

هغې زياته کړه چې دوی به په هر ډول د افغانستان له اسلامي جمهوري نظام کلکه ننګه وکړي.

پر قطر سربېره پاکستان چې "د طالبانو ملاتړی بلل کېږي" او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند پرله‌پسې غوښتنې کړي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه ښکاره څه نه‌دي ویلي چې اوربند ورته څومره لومړیتوب لري.

د افغانستان د سولې دوهم پړاو خبرې داسې مهال مخ په رانږدې کېدو دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا خبرې یو ښه پرمختګ بللی.

مایک پومپیو تازه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې تېر یوه کال کې د دوی هېڅ عسکر نه‌دی وژل شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د امریکا مأموریت د القاعده او امریکا ته د ګواښونو له‌منځه وړل دي او د دې کار لپاره ۱۰ زرو عسکرو ته اړتیا نه‌شته.

که څه هم مايک پامپيو ويلي، په تېر يو کال کې په افغانستان کې د دوی یو عکسر هم نه‌دی وژل شوی، خو له دغه هېواده نېږدې هره ورځ د افغان پوځیانو، امنيتي ځواکونو او ملکيانو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي چې افغان حکومتيان او عام ولس‌يې اندېښمن کړي دي.

د چارو کتونکي او د سولې خبرو ته نږدې کارپوهانو بیا ویلي، طالبانو ته اوس د اوربند پر ځای د خپلو نورو بندیانو خوشې کول او د راتلونکي نظام څرنګوالی مهم دی.

XS
SM
MD
LG