د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

قطر ته د سولې مذاکراتي پلاوي تګ؛ "د خبرو له پیل سره ښايي جګړه زور واخلي"


د سولې مذاکره کوونکی پلاوی
د سولې مذاکره کوونکی پلاوی

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د دوهم پړاو پیلېدو په درشل کې د دولت د مرکچي پلاوي یو غړی وایي چې د خبرو له پیلېدو سره ممکن جګړه نور هم زور واخلي.

‎عبدالحفیظ منصور نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) د افغانستان د سترانېژيکو مطالعاتو د مرکز په کوربه توب 'د مذاکراتو د لومړي پړاو ارزونې او راتلونکي ته نظر' په بحث کې په کابل کې وویل چې د دولت پلاوی پر اوربند خو طالبان په راتلونکي کې د سیاسي نظام پر څرنګوالي ټینګار لري.

ښاغلي منصور وويل چې د افغان دولت مرکچي پلاوی به د دوشنبې په ورځ د خبرو د بيا پيل لپاره قطر ته روان شي: "افغان مرکچي پلاوی به نن او سبا له ولسمشرغني او د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره وروستۍ خبرې وکړي او د دوشنبې په ورځ به قطر ته ولاړ شي."

‎ښاغلي منصور د شخصي نظر په توګه دا هم وویل چې د اوسني سیاسي نظام او ارزښتونو له ساتنې سره پرته د مؤقت حکومت له رامنځته کېدو بله لاره نشته.

‎خو مخکې له دې د افغان دولت مرکچي پلاوي نورو غړو ویلي چې طالبانو د سولې خبرو اترو په لومړیو پړوا کې د موقت حکومت بحث هېڅ نه دی مطرح کړی او افغان حکومت هم مخکې په غوڅ ډول د موقت حکومت جوړولو خبره رد کړې ده.

‎د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ دغه شان ویلي چې د سولې اړوند مسایلو کې باید ولسمشرې ماڼۍ او د ملي مصالحې عالي شورا واحد ليدلوری ولري او یوه ملي او هر اړخیزه اجماع دې رامنځته کړي.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ
د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ

‎له دې سره د سیاسي چارو شنونکی حسین راموز په دې ناسته کې وویل چې ممکن د امریکا نوی حکومت د افغانستان د سولې د اوسني بهیر ملاتړ وکړي، خو په خبره يې ممکن تر یوې بلې میاشتې په دې اړه نوې طرحې وړاندیز کړي.

راموز زیاته کړه: "تر هغه ځای چې موږ پوهېږو‌، د امریکا منتخب ولسمشر جوبايډن به د افغانستان د سولې له اوسني بهير چې د ‌‌‌‌‌‌ډونالد ټرمپ او جمهوري غوښتونکو مو‌‌‌‌‌‌ډل دی، کېدای شي ملاتړ وکړي، خو په دې اړه ابهامات هم شته، همدارنګه کېدای شي تر یوې میاشتې په دې اړه د امریکا په بهرني سیاست کې بېلابېلې طرحې مطرح شي."

‎ټاکل شوې چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو دوهم پړاو د راتلونکې سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

‎د دواړو لورو پلاوو د دغو مذاکراتو په اړه چې جدي او سختې به هم وي له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کړي دي.

‎د افغان دولت پلاوي ویلي چې نږدې درې اوونۍ یې د خلکو له بېلابېلو قشرونو سره هم مشورې کړي دي.

‎ تمه ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې دوهم پړوا خبرې د جنوري د میاشتې په پنځمه نېټه پیل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG