د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

"د سولې مذاکراتو دوهم پړاو خبرو کې تر ډېره د جګړې پر بندولو بحث کېږي"


قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې يوه څنډه- 12.9.2020
قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې يوه څنډه- 12.9.2020

د افغانستان مذاکره کوونکی هیئت د طالبانو له مذاکره کوونکو سره د مذاکرو د بلې مرحلې د پیل لپاره پرون قطر ته ورسېد.

په پام کې ده د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي «د قدرت د شریکولو» تر څنګ پر ځینو نورو موضوعاتو هم بحث وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د مذاکرو په دوهمه مرحله کې به تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت او د جګړې پر بندېدو زیات تمرکز وشي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې له بېلابېلو اقشارو سره په سلا مشورو کې د جګړې د بندولو غوښتنه شوې ده.

فريدون خوځون
فريدون خوځون

خوځون وايي: "ټینګار پر دې شوی، چې باید په افغانستان کې روانه جګړه چې ملکیان وژني او تلفات لوړ تللي دي، باید ودرېږي. په مذاکرو کې به د مذاکره کوونکي ټیم لومړیتوب هم دغه وي او موږ تمه لرو، چې د مذاکرو په دغه پړاو کې د افغانانو دغې غوښتنې ته ورسېږو. په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او موږ سرتاسري اوربند ته ورسېږو."

په قطر کې د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو د سپټمبر پر ۱۲مه مذاکرې پیل کړې، چې تر درېیو میاشتو بحثونو وروسته د اصلي مذاکرو پر کړنلار او مقدمې موافقه وشوه، چې وروسته د درېیو اوونیو لپاره وقفه په کې راغله.

معصوم ستانکزی
معصوم ستانکزی

پرون قطر ته تر روانېدو مخکې د افغان دولت د مذاکراتي هیئت مشر معصوم ستانکزي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، دوی هیله من دي، چې دواړه مذاکره کوونکي د جګړې پر بندولو سلا وکړي.

خو په امریکا کې مېشته د سیاسي مسایلو تحلیلګره نیلوفر سخي پر اوربند او د جګړې پر سلا کېدو بحثونو ته ډېره خوشبینه نه ښکاري.
سخي وویل: "زه فکر نه کوم چې داسې ژر یوه اوربند یا هم اورکم ته هیله من واوسو. کله چې ښکېل لوري یوه تړون ته نږدې کېږي، ورسره تاوتریخوالی زیاتېږي. په ټوله نړۍ کې د سولې پروسو دا خبره څرګنده کړې ده."

که څه هم په قطر کې د سولې خبرې روانې وې، ورسره په افغانستان کې جګړې هم شدت موندلی و.

زلمى خليلزاد
زلمى خليلزاد


د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د افغانستان، پاکستان، قطر او ترکمنستان په سفر وتلی پرون د پاکستان تر سفر وروسته په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبداله عبداله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او نورو سیاسي څېرو سره وکتل.

زلمي خلیلزاد ویلي، قطر او څو نورو هېوادونو ته په دې هیله سفر کوي، چې د سولې د مذاکرو په بله مرحله کې محسوس پرمختګونه وشي.

ګڼو سازمانونو او سیاستوالو د مذاکرو د دویمې مرحلې د پیل هرکلی کړی او تمه یې ښوولې چې دغه مذاکرې د یوې ښې نتیجې سبب شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په افغانستان کې د روانې جګړې د بندېدو او بالاخره سولې ته د رسېدو لپاره دغه مذاکرې مهمې دي.

په کابل کې د فرانسې سفارت ویلي، دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي، چې د سولې مستحق دي، داسې سوله چې د ډیموکراتیکو ارزښتونو د خوندیتوب سبب شي.

دغه سفارت د اعتمادجوړونې او د مذاکرو د بریا لپاره د هدفي وژنو د ختمېدل او په افغانستان کې د اوربند ټینګښت مهم بللي دي.

XS
SM
MD
LG