د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

دانش: طالبان جمهوري نظام ړنګول غواړي خو د سولې لپاره اساسي قانون نه قربانوو


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د دوهم پړاو د پیل په درشل کې دا اندیښنې موجودې دي چې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې او جمهوري نظام به قرباني شي، خو افغان حکومت ټینګار کوي چې هېڅکله به دغه قرباني ونه مني.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د سې شنبې (د مرغومي ۱۶مه) په ورځ کابل کې د اساسي قانون د تصویب د ۱۷ مې کلیزې په نمانځغونډه کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جمهوري نظام، اساسي قانون، مدني حقونه او د خلکو حاکمیت ومني او ټینګار یې وکړ چې دا لاسته راوړنې به هېڅکله د امارت او ډیکتاتوري نظام قرباني نه شي.

ښاغلي دانش دا هم وویل چې د اساسي قانون په له منځه وړلو کې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو هدف د جمهوري نظام ړنګول دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې قانون باید د سولې قرباني نه شي او سوله باید د اساسي قانون جوړښت او مشروعیت له منځه یونه سي.

ارشیف، قطر کې طالب استازي، د جمهور رئیس دویم مرستیال وویل، د لنډمهاله ادارې پلان د طالبانو له خوا د اساسي قانون د ماتولو او لغوه کولو په مقصد هم وړاندیز شوی، خو امارت او دیکتاتور نظامونه خلکو ته د منلو وړ نه دي.
ارشیف، قطر کې طالب استازي، د جمهور رئیس دویم مرستیال وویل، د لنډمهاله ادارې پلان د طالبانو له خوا د اساسي قانون د ماتولو او لغوه کولو په مقصد هم وړاندیز شوی، خو امارت او دیکتاتور نظامونه خلکو ته د منلو وړ نه دي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال په وینا، د لنډمهالې ادارې پلان د طالبانو له خوا د اساسي قانون ماتولو او لغوه کولو په مقصد هم وړاندیز شوی دی: "که طالبان راشي اساسي قانون، د نظام دوام، د شل کلونو لاسته راوړنې او د اساسي قانون ارزښتونه ومني، موږ به هغه وخت ټولو ته ښه راغلاست ووایو او که دا خلک وي یا په بل نوم جګړې ته دوام ورکړي، تاوتریخوالي او دیکتاتوري وکړي، بیا دا د هېڅ چا له خوا نه منل کېږي."

ښاغلي دانش د افغانستان اساسي قانون ټولو ته جدي اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دې قانون لغوه کول د ملي ګټو خلاف دي او په هېواد کې د بې ثباتۍ لامل کېږي او دده په وینا د قانون ځینې مادې هم پرته له کومې ستونزې رغېدلی شي.

خو هاخوا بیا طالبان د حکومت دا ادعاوې ردوي او وايي، هغه قانون چې بهرنیانو له خوا جوړ شوی باید په کې اصلاحات راشي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، په اساسي قانون کې اصلاحات د افغانانو غوښتنه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG