د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۸

صبح کابل: هغه سوله چې لومړني قربانیان یې خبریالان وي دوهم به یې عام وګړي وي

وژل شوي افغان خبریالان
وژل شوي افغان خبریالان
  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې په افغانستان کې د خبریالانو او مدني فعالینو وروستۍ هدفي وژنې دردوونکې بللي او د دې لړۍ په درېدو یې ټینګار کړی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، خبریالان د خلکو د دردونو او حقایقو منعکسوونکي دي او د دوی په وژلو سره د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې له ستر ګواښ سره مخ کېږي.

لېکوال د سولې پروسې په تړاو لیکلي، هغه سوله چې لومړني قربانیان یې خبریالان وي دوهم قرباني به یې د ټولنې عام وګړي وي او دې سره به د دې ټولنې یوه ستره هستي له خاورو سره خاورې شي.

ورځپاڼې پر حکومت هم تُندې نېوکې کړي چې تراوسه یې د دې لړۍ د درولو لپاره عملي اقدام نه دی کړی.

صبح کابل ورځپاڼې هم پر حکومت ټینګار کړی چې د بیان ازادۍ په تړاو دې خپله ژمتیا ثابته کړي، هغه ازادي چې د ورځپاڼې په باور افغانستان به له هر ظلم او افراط څخه وژغوري.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ډېرېدونکې ناامنۍ او د چارواکو تکراري ژمنې!

ورځپاڼې وروستیو هدفي وژنو ته په اشارې لیکلي چې چارواکي بیا هم د دغو پېښو په تړا د پخوا په څېر تکراري او فېسبوکي ژمنې کوي، خو د لیکوال په خبره وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا پر لور روان دی.

ورځپاڼې پر حکومت نېوکې کړي چې د جنايي پېښو او وسله والو غلاوو د ډېرېدو ترڅنګ، د هېواد په ګوټ ګوټ، ان په ډېرو حساسو او تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې سیمو او ښارونو کې هره ورځ هدفي وژنې کېږي.

د باعزته سولې او د نظام د پياوړي کولو لپاره يو موټی شئ.

د لېکوال په وینا، حکومت یوازې د روان وضعیت ننداره کوي، هرڅه یې تر یوې اعلاميې خپرولو، غندنې او د وژنو د ارقامو تر اعلان پورې محدود کړي.

لېکوال دغه شان ټینګار کوي چې روان وضعیت هېڅ چا ته نور د منلو نه دی او د وضعیت د ښه والي لپاره ژمنې نه، بلکې عملي اقدام ته اړتیا ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې نوی ۲۰۲۱ میلادي کال هېله بښونکی کال ګڼلی او لیکلي یې دي، تمه ده چې د روانې جنورۍ مياشتې په پنځمه له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوی د سولې خبرې پيل کړي چې په وینا یې په دې برخه کې دواړه غاړې اتيا سلنه د نظر توافق لري او تمه ده چې د مذاکراتو دوهم پړاو ښې لاس ته راوړنې ولري.

ورځپاڼې پرخلکو هم غږ کړی چې د باعزته سولې او د نظام د پياوړي کولو لپاره يو موټی شي.

د لیکوال په وینا، همدا اسلامي جمهوري نظام دی چې دا ملت يې سره يو موټی ساتلی او په خبره یې له دې پرته د ډلو ټپلو نظامونه او يا هم له بهره پر افغانستان تپل شوي نظامونه بريالي شوي نه دي او نه هم پايېدلي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG