د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

طالبان: د سولې په خبرو کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه نه ده شوې


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم

طالبان وايي، دوی په قطر کې د سولې د روانو خبرو په اجنډا کې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه نه ده کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم تېر ماښام په دې اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې ولیکل چې د موقت حکومت د جوړېدو مسئله هېڅ مطرح شوې نه ده.

حفیظ منصور ویلي و، طالبان په مذاکراتو کې د هېواد د راتلونکي نظام پر څرنګوالي ټینګار کوي
حفیظ منصور ویلي و، طالبان په مذاکراتو کې د هېواد د راتلونکي نظام پر څرنګوالي ټینګار کوي

له دې مخکې د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور ویلي و، طالبان په مذاکراتو کې د هېواد د راتلونکي نظام پر څرنګوالي ټینګار کوي چې دا د ښاغلي منصور په وینا د موقت حکومت له جوړېدو پرته بله لاره نه لري.

د ولسمشر اشرف غني په ګډون د افغان حکومت چارواکو هم د سولې د خبرو پر مهال د موقت حکومت د جوړېدو طرح په وار وار رد کړې او په ټینګار سره یې ویلي دي چې سوله به د همدې حکومت په موجودیت کې کېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG