د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

‎"د تېر سفر ژمنې لا نه دي پرځای، ولسمشر غني ننګرهار کې نورې ژمنې وکړې"


ولسمشر غني په ننګرهار کې
ولسمشر غني په ننګرهار کې

سره له دې چې ننګرهار ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د سفر ژمنې لا پرخپل ځای پاتې دي، نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) یې د ننګرهار له ولسونو سره ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به د امنیت، بیارغونې، برېښنا، ټرانزیټ او نورو برخو کې جدي اقدامات وکړي.

ولسمشرغني دغه راز په دې ولایت کې په ملکي او نظامي ادارو کې هم د پراخ اصلاحاتو پر پلي کېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې باید ځایي اداره له ولسونو سره په ګډه ورته د اصلاحاتو د راوستو لپاره یوه طرحه جوړه او وسپاري.

ښاغلي غني زیاته کړه: "والي صاحب! یوه میاشت وخت لرې چې د رئیسانو او ولسوالانو د بدلون طرحه دې ماته راکړې، مدني ټولنې، مشران، مېرمنې او علماء کرام ټول شئ، د ننګرهار اصلاحي طرحه راوړئ، که ما ونه منله، پړ به یم."

ولسمشر غني همدا شان په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو د کمبود په برخه کې د ۴زره نویو بستونو د منظورېدو ترڅنګ دې ولایت کې د بیارغونې برخه کې د ګڼو پروژو د پلي کېدو خبره وکړه.

اشرف غني دغه راز د سولې د دوهم دور خبرو کې له طالب استازو سره پر جمهوریت او دایمي اوربند پر پلي کېدو هم ټینګار وکړ او په سوله کې یې د ټولو خلکو د حقونو د خوندیتوب ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ولسمشر غني ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي و چې د ننګرهار ولسونه دې ترې هر کال د ۴ لویو پروژو د عملي کېدو غوښتنه کوي.

ولسمشر تېر کال ژمنه کړې وه چې په لومړي قدم کې به د ننګرهار برېښنا، د تورخم – جلال اباد او جلال اباد- کابل د دوهم لاین سړکونو او ملکي هوایي ډګر د ستونزو پر حل کار پیل کړي، کوم چې لا تر دې دمه یې د عمل څرک نه تر سترګو کېږي.

په نننۍ غونډه کې د ننګرهار د ولسونو په استازیتوب د ولایتي شورا پخواني منشي ذبیح الله زمري پر ولسمشر نیوکه وکړه چې د تېر کال پر کړو ژمنو یې عمل نه دی کړی او له دې امله خواشیني دي.

د زمري په خبره، د ننګرهار ولسونو تل د نظام پلوي کړې او دې لاره کې یې قرباني ورکړې نو باید ورسره کړې ژمنې عملي شي.

دی وايي: "موږ ستاسې او نورو مشرانو په راتګ هم خوشاله شوي یوو، خو چې کار راته ونه شي نو قسم په خدای خپه کېږو، نور رئیس صاحب د وعدو او نمایشي او تشریفاتي خبرو پرځای باید اجرات وشي، موږ ډېر مشکلات لرو."

ولسمشر غني نن جلال اباد ته د سفر په لړ کې د ننګرهار ولسونو ته د امنیت د ښه کولو، بیارغونې، برښنا، ترانزیت او نورو برخو کې د جدي اقداماتو ژمنې ورکړې.
ولسمشر غني نن جلال اباد ته د سفر په لړ کې د ننګرهار ولسونو ته د امنیت د ښه کولو، بیارغونې، برښنا، ترانزیت او نورو برخو کې د جدي اقداماتو ژمنې ورکړې.

اخوا د جلال اباد ښار اوسېدونکی احمد فرید بیا دا ډول سفرونه نمایشي بولي او زیاتوي چې ټوله ورځ د ولسمشر د سفر په خاطر بازار بند و او کار روزګار په کې په ټپه ولاړ و.

دی زیاتوي، هر کال داسې سفرونه کېږي خو بې له دې چې خلکو ته زیان واړوي، ګټه نه لري: "جلال اباد ته د ولسمشر غني دا دوهم سفر و، تېرکال هم راغلی و او همدا ژمنې یې وکړې او سږکال هم، تش نمایشي ژمنې کوي، عملي بڼه نشته، د ده په راتګ نن ټول بازار بند و، یو خو کرونا خلک ځپلي او بل چې داسې حال هم راشي، نن هېڅ چار کار نه دی کړی، ټول کارونه بند وو."

که څه هم ولسمشر غني دا ځل د ننګرهار له ولسونو سره د خپلو ژمنو پر عملي کیدو ټينګار کوي خو وبه لیدل شي چې تر کومه ځایه عملي بڼه خپلوي؟

XS
SM
MD
LG