د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

ډونالډ ټرمپ: د جنوري په شلمه به واک جو بایډن ته وسپارم


د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن (چپ) او ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن (چپ) او ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د الېکټرول کالج راییو تر شمېرلو وروسته وویل چې د جنوري په شلمه به واک جوبایډن ته وسپاري.

تمه ده چې جوبایډن د امریکا د متحد ایالتونو د ۴۶م ولسمشر په توګه د جنوري په شلمه د لوړې مراسم ترسره کړي.

کانګرس د نوومبر د درېیمې نېټې په ټاکنو کې جوبایډن د ولسمشر او کمالا هاریس د هغه د مرستیالې په توګه تایید کړل.

د امریکا د استازیو جرګې غړیو نن دا تایید کړه چې بایډن په ټاکنو کې درې سوه شپږ الېکټرول کالج رایې خپلې کړي دي او د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ دوه سوه دوه دېرش الېکټرول کالج رایي خپلې کړي دي.

د کانګرس غونډه پرون د اعتراض کوونکو له لوري ګډه وډه شوه
د کانګرس غونډه پرون د اعتراض کوونکو له لوري ګډه وډه شوه

یو شمېر جمهوري غوښتونکو د ټاکنو پر نتیجو اعتراض درلود چې د سنا او استازیو جرګې د اکثریت له لوري رد شو.

د کانګرس غونډه پرون د اعتراض کوونکو له لوري ګډه وډه شوه او پرون ونه توانېده چې د بایډن بریا تایید کړي.

د کانګرس ودانۍ ته د مظاهره چیانو له داخلېدو سره ډزې وشوې چې په پیل کې د ټرمپ یوه ملاتړې ووژل شوه.

وروسته بیا په راپورونو کې راغلل چې درې تنه نور هم د شخړو پرمهال وژل شوي دي.

د کانګرس ودانۍ ته په زوره د اعتراض کوونکو د ورننوتو، د کړکیو د ماتېدو او شخړو له امله پولیسو ۵۲ تنه نیولي دي.

څو ساعته وروسته تردې چې د کانګرس ودانۍ له اعتراض کوونکو تشه شوه، وضعیت عادي شو، د سنا او استازیو جرګې غړیو د انتخاباتو پر نتیجو بیا غونډه وکړه او بایډن یې بریالی وباله.

یو شمېر سناتورانو د میسوري د سناتور جاش هاولي او د تکزاس د سناتور ټېډ کروز په مشرۍ د بایډن له بریا سره مخالفت څرګند کړ.

د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس چې د غونډې مشري یې کوله وویل، هغه کسان چې نن یې په پلازمېنه کې شخړو ته مخه کړه بریالي نه شول.

له اعتراضونو وروسته یو شمېر سناتورانو چې د بایډن له بریا سره یې مخکې مخالفت کاوه خپل نظر بدل کړ.

د راییو تر شمېرلو وروسته ولسمشر ټرمپ په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د نوومبر د درېیمې نېټې په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي خو ویې ویل چې له جنجال پرته به واک بایډن ته د جنوري په شلمه وسپاري.

XS
SM
MD
LG