د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

پر کانګرس د ټرمپ د پارېدلو پلویانو یرغل؛ دوی ان د سنا جرګې تالار ته ننوتلي


پر کانګرس ماڼۍ د ټرمپ د پلویانو یرغل
پر کانګرس ماڼۍ د ټرمپ د پلویانو یرغل

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پارېدلو پلویانو پرون پر کانګرس یرغل وکړ او هلته روانه غونډه‌یې ګډه وډه کړه.

دوی داسې مهال پر کانګرس هجوم ورووړ چې سناتورانو او د استازو جرګې غړو د نومبر د درېیمې نېټې ټاکنو پر تأیید غونډه درلوده.

دا تأیید مخکې له دې چې د جنورۍ په ۲۰مه جو بایډن لوړه وکړي، د امریکا د انتخاباتو د تصدیق وروستی رسمي پړاو دی.

له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د کانګرس دا ډول غونډه عادي وي، خو سږ کال ځکه لانجمنه شوه چې جمهوري غوښتونکو په ځینو ایالتونو کې پر پایلو نیوکې درلودې.

پرون چې کله د ټرمپ پارېدلو پلویانو پر دې ګډې غونډې هجوم ورووړ، غونډه‌یې ګډه وډه او چارواکو دواړه جرګې په بېړني ډول رخصت اعلان کړې.

ځینو کسانو د کانګرس د څوکیو لاندې ځانونه پټ کړي و څو خوندي پاتې شي.
ځینو کسانو د کانګرس د څوکیو لاندې ځانونه پټ کړي و څو خوندي پاتې شي.

دغه پارېدلي کسان له پولیسو سره ونښتل او د هغوی امنیتي کمربند یې مات کړ.

د کانګرس غړي د پولیسو له‌خوا ژغورل یا تخلیه کېدل او د دې لپاره چې د معترضانو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز کارېدلي و، پولیسو دغو غړو ته ویل چې ماسکونه وتړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال مایک پنس چې د غونډې د څارنې لپاره راغلی د امنیتي ځواکونو په مرسته د غونډې له ځایه بهر کړای شو.

د ټرمپ ځیني دا پلویان د کانګرس ودانۍ او ان د سنا جرګې تالار ته ننوتلي دي.

یوه انځور کې ښکاري چې پولیسو خپلې وسلې را ایستلي او د کانګرس غړي تر څوکیو لاندې د پټېدو هڅه کوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ چې له وړاندې یې پر معترضانو نیوکه کړې، د سولې او ارامۍ غوښتنه کړې ده.

ټرمپ تر دې پېښې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، "زمونږ د کانګرس د پولیسو او د قانون د تنفیذ د ځواکونو ملاتړ وکړئ".

گارد ملی امریکا پس از هجوم هوادران ترمپ در ساختمان کانگرس صف بسته اند
گارد ملی امریکا پس از هجوم هوادران ترمپ در ساختمان کانگرس صف بسته اند

د کورنیو چارو وزارت دا یرغل غندلی او له ولسمشر نه‌یې غوښتي چې یوه بیانیه خپره کړي.

وزارت ویلي، څه چې روان دي، نا امریکاييتوب دی او باید ژر تر ژره ودرول شي.

د واشنګټن ښاروال موریل باوسر له دې پېښې وروسته په ټول ښار کې د ماښام له شپږو بجو وروسته ګرځ‌بندیز اعلان کړ.

د پرون ورځې په پیل کې د ټرمپ زرګونه پلویان واشنګټن ته ولاړل چې ټاکنو کې د ټرمپ د درغلیو د ادعا ملاتړ او د ټاکنیزو کالجونو د رایو پایله وننګوي.

XS
SM
MD
LG