د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

ایا بايډن به وکړای شي د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي؟


جوبایډن
جوبایډن

لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز د افغانستان د جګړې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال لیکلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه چې ډونالډ ټرمپ پیل کړې، باید جو بایډن يې تر سره کړي.

د مقالې په سر کې لولو چې هغه ماموریت چې د هغو کسانو پر وړاندې پیل شوی وو چې د سپټمبر د یوولسمې د حملو تر شا یې لاس وو، ډېر مخکې لا بشپړ شوی دی خو طالبانو بیا هم پر افغان خاوره د تسلط هڅې روانې کړې وې.

د مقالې د لیکوال په وینا اوس چې د افغانستان د جګړې شل کاله پوره کېدونکي دي، خو ټرمپ د خپل کمپاین پر مهال کړې ژمنه تر اوسه نه ده پوره کړې او هغه دا چې له افغانستانه به خپل سرتېري باسي.

د لاس انجلس ټایمز په مقاله کې راغلي، چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن هم ویلي چې غواړي له افغانستانه امریکايي سرتېري وباسي خو لیکوال پوښتنه کوي چې ایا بايډن به وکړای شي د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي؟

لیکوال مخکې لیکي، چې د سولې د خبرو پیلول د ټرمپ ښه اقدام و او بین الافغاني خبرې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي.

خو د لیکوال په وینا بایډن کولای شي تر ټرمپ هم یو قدم وړاندې لاړ شي او د امریکايي سرتېرو په چټکه توګه ایستلو سره د ډېرو امریکایانو زړونه خوشاله کړي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په بګرام هوايي اډه کې د امریکا د پوځ د یوې ملکي کارکوونکې کیسه ليکلې، چې د کورونا ویروس په خاطر د رامنځته شویو محدودیتونو له کبله یې خپل هېواد ته سفر نشوای کولای.

د دې ښځې نوم جواریز یاد شوی او په مقاله کې راغلي، د جواریز خپلوان یادېدل خو سفر يې نشو کولای نو په بګرام کې يې د خپلې خونې پر دېوالو او دروازو د ګلانو نقاشۍ پیل کړې.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي، چې کله خلکو د جواریز نقاشۍ ولیدې، دوی له دې سره لاس یو کړ او په بګرام کې يې د کورو دېوالونه رنګول پیل کړل.

د مقالې په وینا دا کورونه کنټينرونه دي، چې یوازې موقتي استوګنځایونه دي خو تر دې مخکې دا ډول نه وو رنګول شوي.

د جواریز له قوله ویل شوي، چې خلکو د کرونا ویروس له لاسه د فشار پر وخت د خپلو او ګاونډيانو پر استوګنځایونو د ګلانو نقاشۍ وکړې، چې د دې سخت وخت په تېرېدو کې له یو بل سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG