د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د جو بایډن د دفتر رئیس: د لوړې مراسم به په امن فضا کې ترسره شي


واشنګټن ډي. سي کې د لوړې مراسمو د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا ملي ګارد ځای پر ځای شوي سرتېري
واشنګټن ډي. سي کې د لوړې مراسمو د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا ملي ګارد ځای پر ځای شوي سرتېري

د امریکا متحده ایالاتو د ټاکلي ولسمشر جو بایډن لوړې ته دوه ورځې پاتې دي.

په داسې حال کې چې په پلازمېنه واشنګټن ډي. سي کې امنیتي تدابیر سخت شوي، د بایډن د دفتر رئیس وايي، له روانو امنیتي ګواښونو سره سره به د بایډن د لوړې مراسم د امن په فضا کې ترسره شي.

رونالډ کلېن (Ronald Klain) پرون یکشنبه «CNN» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، موږ یقیناً د پرتو ګواښونو په اړه اندېښمن یو، خو امنیتي ځواکونه او د امنیتي خدماتو خفیه کارکوونکي به د مراسمو امن تضمین کړي.

د امریکا ټاکلی ولسمشر جو بایډن او د دفتر رئیس‌یې رونالډ کلېن
د امریکا ټاکلی ولسمشر جو بایډن او د دفتر رئیس‌یې رونالډ کلېن

د لوړې د مراسمو په درشل کې چې چهارشنبې ته پلان شوي، په واشنګټن ډي. سي کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

د واشنګټن ډي. سي په مرکزي برخو کې لویې مغازې او اکثر دکانونه تړلي او د ملي ګارد په زرګونه پوځیان ګمارل شوي دي.

دا پوځیان وروسته له هغې وګمارل شول چې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ پلویانو د جنورۍ میاشتې پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ یرغل وروړ.

اوس د پلازمېنې پر ډېرو سړکونو موقتي خنډونه درول شوي، خو دې کار د ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

واشنګټن ډي. سي کې د امنیتي خنډونو جوړول
واشنګټن ډي. سي کې د امنیتي خنډونو جوړول

شیلي مایلس (Shelly Miles) د واشنګټن ډي. سي اوسېدونکې ده، هغې روېټرز اژانس ته ویلي: "موږ، یعنې د امریکا متحده ایالات هېڅکله اجازه نه‌ورکوي چې دا ویر او تراژیدي بیا پېښه شي. دا تر ټولو ستر امنیتي ګواښ و. داسې محلي امنیتي ګواښ چې تر سړې جګړې وروسته مو نه‌و لیدلی. البته چې دا یو ستر امنیتي خطر دی."

د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې به د خلکو حضور د امنیتي اندېښنو له کبله نه، بلکې د کرونا وبا له کبله هم کمرنګه وي.

د جو بایډن د دفتر رئیس رونالډ کلېن (Ronald Klain) د کرونا ویروس ستونزې ته په اشاره اعتراف وکړ چې د ټرمپ له ادارې دوی ته یو له کړکېچ ډک میراث پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG