د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د امریکا استازو جرګې د ډونالد ټرمپ استیضاح ته مثبته رایه ورکړه


د امریکا استازو جرګې مشره نانسي پلوسي
د امریکا استازو جرګې مشره نانسي پلوسي

د امریکا استازو جرګې له څو ساعته بحثونو وروسته د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح پرېکړې ته رایه ورکړه.

د جرګې دننه څو ساعته له احساساتو ډک بحثونه وشول او بهر د امریکا د ملي ګارد زرګونه سرتېري د امنیت لپاره ځای پر ځای شوي وو.

د امریکا کانګرس کې د امریکا د ملي ګارد سرتېري
د امریکا کانګرس کې د امریکا د ملي ګارد سرتېري

ټرمپ تورن دی چې د جنورۍ په شپږمه‌یې خپل پارېدلي پلویان پر کانګرس یرغل ته هڅولي دي، هغه کار چې د امریکا پر ډیموکراسۍ برید بلل شوی دی.

دا د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې د واک پر مهال دوه ځله استیضاح کېږي.

په جرګه کې ۲۳۲ قانون جوړوونکو د ټرمپ استیضاح ته د هو او ۱۹۷ نورو د نه رایه ورکړه.

په مثبتو رایو کې ۲۲۲ د ډیموکراتانو او ۱۰ نور یې د جمهوري غوښتونکو غړو دي.

اوس به د امریکا په سنا جرګه کې چې د ټرمپ پلویان په‌کې ډېر دي، د ټرمپ د استیضاح لپاره محکمه جوړېږي، خو اټکل دا دی چې سنا به د جنورۍ له ۲۰مې یا د ټرمپ د واک له پای ته رسېدو مخکې د محکمې دا غونډه ترسره نه‌کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

دا په دې معنی چې که سنا د استیضاح پرېکړه تأیید هم کړي، ټرمپ له ټاکلې مودې مخکې له واکه د لیرې کېدو له خطره بچ کېږي.

په استازو جرګه کې ځینو جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د استیضاح په ضد غږونه اوچت کړل او ویې‌ویل، ټرمپ پر کانګرس د هغه د پلویانو په یرغل کې لاس نه‌درلود.

دا دوهم ځل دی چې د استازو جرګې ډیموکراتان د ډونالد ټرمپ د استیضاح هڅه کوي.

د هغه لومړنۍ استیضاح چې له اوکراین سره د اړیکو او له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه وه، د سنا جرګې له مخالفت سره مخامخ شوه، دغې جرګې چې جمهوري‌پال په‌کې اکثریت دي، هغه مهال پر ټرمپ لګول شوي تورونه رد کړل.

د امریکا استازو جرګې یوه ورځ وروسته تر دې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح پرېکړه وکړه چې د ټرمپ لومړي مرستیال مایک پنس ونه‌منله چې د ښاغلي ټرمپ لیرې کولو لپاره د اساسي قانون یوه ماده وکاروي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس

د استیضاح دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د جنورۍ په ۲۰مه، یعنې راتلونکې چهارشنبه لوړه کوي.

که څه هم په سپینه ماڼۍ کې د ډونالد ټرمپ د واک یوازې یوه اوونۍ پاتې ده، خو د هغه د استیضاح پرېکړه تر ډېره سیاسي پيغام لري.

XS
SM
MD
LG