نړۍ
ټرمپ د کانګرس پر ودانۍ د شوي تاوتریخوالي هر ډول مسوولیت اخیستل رد کړل
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس پر ودانۍ د تېرې اوونۍ په ډله ییز تاوتریخوالي کې هر ډول مسوولیت اخیستل رد کړل او د ده د استیضاح هڅه یې هم بې ګټې وبلله.
تېره چهارشنبه د ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ یرغل وروړ چې په نتیجه کې یې د یوه پولیس په ګډون ۵ کسان ووژل شول.
ښاغلي ټرمپ پرون په خپلو خبرو کې وویل، د کانګرس پر ودانۍ د خلکو حمله ده نه وه هڅولې.
هغه زیاته کړه: "که تاسې زما د وینا متن ولولئ، چې زیاتو کسانو لوستی، هم پر کاغذ هم په رسنیو او هم ټلویزیون کې، دا متن تحلیل شوی او خلک فکر کوي، هغه څه چې ما ویلي کاملاً مناسبې خبرې وې."
ولسمشر ټرمپ تېره چهارشنبه په خپله وینا کې له خپلو پلویانو غوښتي وو، چې د کانګرس د ودانۍ پر لوري لاریون وکړي.
دا هغه وخت و، چې د کانګرس دواړو جرګو په پام کې لرل د ټاکنیزو یا الکتورال کالجونو رایې وشمېرې او ثبت یې کړي او له مخې یې جو بایډن د نوامبر د درېیمې د ولسمشرۍ ټاکنو د رسمي ګټونکي په توګه تایید کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: له ایران سره هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ټاکل شوې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي.
ټرمپ د شنبې په ورځ پرخپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال ولیکل: " دغه هوکړه ټاکل شوی چې سبا لاسلیک شي، او د هغې له لاسلیک سمدستي وروسته به د هرمز تنګی د ټولو لپاره پرانیستی وي."
خو د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د ټرمپ دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له دریځ سره په ټکر کې دي چې د ورځې په پیل کې یې ویلي وو، احتمالي هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک نه شي.
تردې مخکې پاکستان چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو کې یې منځګړیتوب کړی، د ورځې په پیل کې وویل چې هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي.
ټرمپ په خپل بیان کې همدارنګه وویل چې متحده ایالات به د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه کړي او له منځه به یې یوسي.
د ایران د پخواني مشر ایات الله علي خامنه یي جنازه خاورو ته سپارل کیږي
د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې د ایران د پخواني مشر آیت الله علي خامنه يي د جنازې مراسم به د جولای په ۴ مه په تهران کې پیل او د جولای په ۹مه د هغه په پلرني ټاټوبي، مشهد کې خاورو ته په سپارلو سره پای ته ورسیږي.
خامنه يي د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر ضد د اسرائیل او امریکا د هوايي بریدونو په لومړۍ ورځ ووژل شو. ۸۶ کلن خامنه یې د ۳۶ کلونو لپاره د اسلامي جمهوریت د مشرپه توګه دنده ترسره کړې.
د رویترز د راپورله مخې د هغه د جنازې په ترتیباتو کې د جولای په ۷مه د تهران په جنوب کې په قم ښار کې هم ځانګړي مراسم په پام کې نیول شوي دي.
نوموړی د تهران په مرکزي برخه کې د هغه د هستوګنې او دفتر پرودانۍ په هوايي برید کې ووژل شو. د هغه ۵۶ کلن زوی، مجتبی خامنه يي چې په همدې برید کې یې خپله مېرمن هم له لاسه ورکړه او پخپله هم ټپي شوی و، د خپل پلار ځای ناستی شو.
شهباز شریف: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک ته نژدې شوې؛ تهران شک څرګند کړ
د پاکستان صدراعظم شهبازشریف وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک ته نژدې شوې.
هغه د شنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه ولیکل: "موږ تر بل هر وخت د سولې یوې هوکړې ته ډېر نږدې شوي یو." شریف چې هېواد یې د سولې په خبرو اترو کې مهم رول لوبولی زیاته کړه: "تمه کېږي چې وروستۍ هوکړه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې نهايي شي. له هغې سمدستي وروسته پاکستان د سولې د هوکړې د برېښنايي لاسلیک لپاره چمتووالی نیسي او وروسته به راتلونکې اوونۍ په تخنیکي کچه خبرې اترې دوام وکړي."
خو ایران د شنبې په ورځ وویل چې احمتال شته چې راتلونکو ورځو کې له متحده ایالاتو سره د سولې د موافقې چوکاټ لاسلیک کړي، خو د منځګړي پاکستان هغه وړاندیز یې رد کړ چې ګواکې دغه هوکړه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې لاسلیک شي.
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ چې د ایراني رسنیو له خوا د احمتالي هوکړې د ځینو جزیاتو په اړه خپاره شوي معلومات ناسم بللي او ویلي و چې هغه د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي، تراوسه د پاکستان د صدراعظم د دغو څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.
سنتکام: د هرمز تنګي لور ته تلونکې ایراني بېپیلوټه الوتکې ویشتل شوې
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې په تېرو څو ساعتونو کې یې د هرمز تنګي پر لور روانې څو ایراني بریدګرې بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) په نخښه او نسکورې کړې دي.
سنتکام په اېکسپاڼه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو بې پېلوټه الوتکو د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ له خطر سره مخ کړی و.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ایران ته خبرداری ورکړی و چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو په حال کې بېړیو پر لور د بریدګرو ډرونونو له لېږلو ډډه وکړي.
ټرمپ تهران ته په خطاب کې ویلي وو: «ښه ده چې ژر تر ژره خپل وضعیت سم کړئ!».
رویټرز: اماراتو د ایران د کنګل شویو شتمنیو له خوشې کولو سره موافقه کړې، ابوظبي دا ادعا نه تاییدوي
رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې، چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) له ایران سره د امریکا او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې د پیل د کالیزې په مناسبت خپور شو، ویلي چې متحده عربي امارات د ایران د میلیاردونو ډالرو کنګل شویو شتمنیو له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.
د راپور له مخې، دا اقدام د ایران له لوري د جګړې په ترڅ کې پر متحده عربي اماراتو له درنو بریدونو وروسته د یوه تاکتیکي بدلون په توګه ارزول کېږي.
رویټرز د څلورو سرچینو له قوله ویلي چې دوو سیمهییزو سرچینو د ۱۰ میلیارد ډالرو د خوشې کېدو خبر ورکړی، چې درې میلیارد یې ایران ته لېږدول شوي دي. دوو نورو سرچینو بیا د دې موافقې ارزښت ۲۰ میلیارد ډالره ښودلی او ویلي یې دي چې دا اقدام د ایران له خوا پر اماراتو د بریدونو د درولو په بدل کې شوی دی.
خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په لومړیو ساعتونو کې په یوه خبرپاڼه کې دا راپورونه په بشپړه توګه رد کړل او ویې ویل چې ایران ته د پیسو د لېږد، په ځانګړي ډول د درې میلیارد ډالرو د انتقال ادعاوې، بېبنسټه دي.
ټرمپ: د ایران له لوري د تړون په اړه خپاره شوي معلومات له واقعیت سره سمون نه لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، هغه معلومات چې ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي تړون په اړه رسنیو ته رسولي، د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي.
ټرمپ په ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې لیکلي: «هغه څه چې ایران ویلي، د دوی د کمزورې او خواشینوونکې اعلامیې په ګډون، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.»
نوموړي د ایران چارواکي «بېباوره کسان» بللي او زیاته کړې یې ده چې د هغوی له لوري د ښه نیت پر بنسټ د خبرو او تعامل تمه نه شي کېدای.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې د ایران له لوري د وړمې شپې هغه بېپیلوټه برید، چې له هرمز تنګي څخه پر وتونکو هندي بېړیو شوی و او په بشپړه توګه شنډ شوی، «په هېڅ ډول د منلو نه دی».
د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام پیل کې مکسیکو او جنوبي کوریا سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړه
د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د لومړۍ ورځې لوبو کې مکسیکو او جنوبي کوریا خپلو سیالو ټیمونو ته ماتې ورکړه.
د مکسیکو ټیم د جنوبي افریقا ټیم ته ۲-۰ او د جنوبي کوریا ټیم د چیک جمهوریت ټیم ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه.
دجام دغه لوبې د متحدوایالاتو ، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.
ټرمپ: امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري
د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري.
دونالد ټرمپ دا خبره یوې انتخاباتي غونډې ته چې جزئیات یې د تلویزیون له لارې جورجیا ایالت کې خپاره شول وکړه.
ترمپ چې د جورجیا والي هم ورسره وو دغې غونډې ته وویل : "نه پوهیږم چې اوریدلي مو دي کنه ، خو مونږ نن ورځ ایران سره جګړه پای ته ورسوله. او هغوی منلې چې هیڅکله به اټومي وسله نه لري . دا هغه څه دي چې مونږ ورباندې ټینګار کړی وو."
ټرمپ زیاته کړه : "دا د مونږ ټول هدف و، ۹۵ سلنه دا وو ،او هغوی دا کار ترټولو پیاوړي ممکن ځواک باندې وکړ. "
د متحدو ایالاتو ولسمشر یو ساعت مخکې ویلي وو چی امریکا او ایران کولای شي ډیر ژر ددې اونۍ ترپایه د سولې توافق لاس لیک کړی او هرمز تنګی د بیړیو په مخ پرانیزي.
خو دایران بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې وویل چې د جنګ د پای ته رسولوپه هکله خبرې "یو ګمان دی" او د هوکړې جزئیات تراوسه نهايي شوي نه دي.
ولسمشر ټرمپ وايي په ایران نوي بریدونه یې لغوه کړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي دایران له مشرانو سره خبرو کې د پرمختګ له امله یې په دغه هیواد د جمعې دشپې بریدونه لغوه کړل.
دونالد ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال ولیکل: " لدې امله چې دایران اسلامي جمهوریت سره خبرې دایران ترټولو لوړ مشرتابه ته راجع شوي او د هغوی لخوا تایید شوي، زه د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه هغه پلان شوي بریدونه او بمباري لغوه کوم چې ټاکل شوې وه نن شپه ترسره شي. "
ټرمپ زیاته کړه چې له ایران سره د موافقې عمومي او تفصیلي ټکي د ټولو ښکیلو لوریو لخوا تایید شوي چې په کې امریکا، اسرائیل، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، ترکیه، پاکستان، بحرین، کویټ، اردن، مصر او نور هېوادونه شامل دي.
د امریکا ولسمشر د دې موافقې د جزئیاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د موافقې د لاسلیک وخت او ځای به ډېر ژر اعلان شي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ چې پر ایران لګېدلې سمندري محاصره به تر هغه وخته دوام ولري څو دا موافقه نهايي شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د تازه شخړو له امله د تیلو بیې بیا لوړې شوې
د ایران او امریکا د تازه بریدونو له امله په نړۍ کې د تیلو بیې لوړې او ذ ونډو بازار رالویدلی دی.
نن پنجشنبې د شمالي سمندرد برېنټ تیلو بیه ۱،۷ سلنه زیاته شوې او د هربیرل بیه یې څه کم ۹۵ ډالرو ته رسیدلې او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو بیې شاوخوا ۲ سلنه لوړه شوې او د یوه بیرل بیه نژدې ۹۲ ډالرو ته رسیدلې.
د ختیځې آسیا د اسعاروپه بازارونو کې امریکایي ډالر د یورو، پونډ او ین په وړاندې خپل ارزښت یوڅه له لاسه ورکړ.