د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

مسیر: د افغان جګړې د مشروعیت او نه‌مشروعيت ناپایه بحث


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بین‌الافغاني مذاکراتو په پڅ بهير، د جګړې د مشروعیت په بحث او د نورو هدفي وژنو د خبرداري په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، له څو ورځو راپدې خوا په قطر کې دوهم پړاو بین‌الافغاني مذاکرات پيل شوي، خو د افغان دولت د مرکچي پلاوي په خبره طالبان په دغو خبرو کې چندانې لېوالتیا نه‌ښیي، نو ځکه هم په‌کې کوم څرګند پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

په سرمقاله کې راغلي، د تېرې دوشنبې په ورځ د افغان دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوو مشرانو په خپلو کې سره ليدلي چې د جمهوریت پلاوي مشر په اوربند او د طالبانو د پلاوي مشر د طالب بندیانو په خلاصون ټینګار کړی دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، طالبان هڅه کوي چې افغانستان د زور له لارې لاندې کړي، خو لیکوال ټینګار کوي چې طالبان دې یو ځل د ۷۰مې لسیزې تاریخ وګوري.

د لیکوال په اند که هغه وخت افغان مجاهدینو د نجیب له حکومت سره جوړجاړی کړی وی، افغانستان به نن تر دې بریده نه‌رارسېده.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، نړۍ نه‌غواړي چې په افغانستان کې طالبان بشپړ حکومت وکړي، نه هم د سیمې هېوادونه د طالبان حکومت غواړي، له شته عیبونو سره سره اوسني حکومت درې‌نیم لکه پوځ لري، له دې سربېره د ژنیو په غونډه کې نړیوالو ثابته کړه چې له افغان حکومت سره ولاړ دي، نو طالبان دې تاریخ ولولي او بیا دې په اخلاص د سولې خبرې مخ ته یوسي.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د افغان جګړې د مشروعیت او نه‌مشروعيت ناپایه بحث.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د جګړې د مشروعیت او نه‌مشروعیت بحث پوره حساس، لانجمن او بې‌پایلې بحث دی.

د لیکوال په اند که د دواړو اړخونو مرکچي پلاوي کلونه کلونه هم بحث وکړي، بیا به هم په دې اړه کومې پایلې ته ونه‌رسېږي، ځکه که طالبان ومني چې جګړه‌یې نامشروع ده، نو چې تر اوسه‌یې څومره جګړه کړې، څومره دوی په‌کې وژل شوي او څومره‌یې نور وژلي، دا چاره به څنګه توجیه کوي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، طالبان نه‌غواړي چې داسې څه ومني چې پر بنسټ‌يې کړنې یې تر پوښتنې لاندې راشي، دغه شان که حکومتي پلاوی ومني چې جګړه‌يې نا مشروع ده، نو بیا خو ټوله کیسه ختمه ده.

په سرمقاله کې راغلي، د سولې لپاره دواړه اړخونه باید پر هغو مسایلو بحث وکړي چې په اسانۍ توافق پرې کېدلی شي، په دې خبرو کې باید پرمختګ وشي چې ورسره سوله راشي او جګړه یو مخ ختمه شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د هدفي وژنو په اړه د ملګرو ملتونو او په کابل کې د امریکا سفارت پر نویو خبرداریو لیکنه کړې ده.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي ليکي، ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه بايد پرېنږدي چې افغانان نور هم ووژل شي او لا نور وضعیت بحران ته ولاړ شي، ځکه لیرې نه‌ده چې بيا دا اور د هغوی تر لمنو هم ورسېږي.

XS
SM
MD
LG