د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: د امریکا –طالبانو د تړون د بیاکتنې نیت لرو


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان خپل افغان سیال حمدالله محب ته ویلي چې متحد ایالتونه د امریکا – طالبانو د تړون د بیاکتنې نیت لري.

د امریکا د ملي امنیت شورا بېګاه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

اعلامیه زیاتوي ښاغلي سولیوان ویلي، د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري د تړون په بیا کتنه کې به وارزول شي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه؟

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون

د اعلامیې له مخې د جمعې (د سلواغې ۳مه) ورځې په دې ټیلیفوني مکالمه کې ښاغلي سولیووان ډاډ ورکړ چې امریکا د افغان سولې له پروسې او هغو رغنده سیمه ییزو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته د دواړو خواو په رسېدو کې مرسته کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د سولې د پروسې د برخې په توګه د افغان مېرمنو، نجونو او لږکیو ډلو د فوق العاده لاسته راوړنو له خوندیتوبه دا مریکا د ملاتړ ډاډ وښود.

XS
SM
MD
LG