د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

امریکا: القاعده افغانستان کې پیاوړې شوې او د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي


ارشیف، د القاعده یو شمېر وسله وال
ارشیف، د القاعده یو شمېر وسله وال

د امریکا د خزانې وزارت د امریکا دفاع وزارت ته په یوه لیک کې په افغانستان کې د القاعدې او داعش فعالیتونو له مالي سرچینو پرده پورته کړه.

د امریکا د خزانې وزات عمومي مفتش ګرېګوري سلېوان د دې هېواد د دفاع وزارت د دفاع وزارت مفتش ته په افغانستان کې د القاعده شبکې او داعش خراسان څانګې د فعالیتونو او تمویل په اړه استولي یادښت کې د امریکا د خزانې وزارت په حواله وايي: "له ۲۰۲۰میلادي کال راهېسې القاعده شبکه افغانستان کې پیاوړې شوې او دې شبکې د طالبانو تر ولکې لاندې له هغوی سره خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی."

په دې لیک کې ویل شوي چې القاعده شبکه لا هم د خپلو هغو ملاتړو او اشخاصو په بسپنو حساب کوي چې باور لري د دوی مرستې په بشري او خیریه چارو لګول کېږي.

د امریکا د خزانې وزارت
د امریکا د خزانې وزارت

تردې مخکې هم ځینو امریکايي چارواکو ویلي وو چې القاعده شبکه له طالبانو سره اړیکې لري.

د امریکا د خزانې وزارت د عمومي مفتش دا لیک چې د امریکا دفاع وزارت مفتش د پوښتنو په ځواب استول شوی همدارنګه وايي چې د حقاني شبکې لوړپوړو کسانو د القاعده شبکې سره د یو شریک او د دې شبکې په مرسته د وسله والو جنګیالیو د یو نوي کنډک په جوړولو بحثونه کړي دي.

دا یادښت زیاتوي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د مې د میاشتې معلوماتو پر اساس طالبانو او القاعده خپلو کې منظمې غونډې کوي او اړیکې یې پیاوړي کړي.

په لیک کې د امریکا د خزانې وزار ت په وینا زیاته شوې چې د هند نیمه وچه کې د القاعده سره تړلې ګروپونه او همدارنګه د پاکستان د طالبانو د تحریک په شمول یو شمېر نورې ترهګرې ډلې لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه پرتې سېمې د خپلو خوندې پټن ځایونو په توګه کاروي او ګومان کېږي چې د القاعده شبکې د مشرتابه له خوا تمویلېږی.

د امریکا د خزانې وزارت په دې راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې القاعده شبکه په افغانستان کې د ودې او پراختیا په حال کې ده او تر دې دمه هېڅ نښه نشته چې وښيي طالبانو له یادې شبکې سره اړیکې پرې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل هم وايي، وروستیو پېښو ته په کتو فکر کېږي چې طالبان او القاعده لا هم اړیکې لري له یو بل سره پراخه مرستې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل

ښاغلي نبیل ازادي راډيو ته وویل: "په دې کې شک نشته چې طالبانو له القاعده او د دې شبکې له نورو مهمو شااوخوا لکه د هند د نیمې وچې له څانګو سره اړیکې نه دي پرې کړي، دا چې اوس دا مسئله جدي مطرح شوې ده، ممکن دوه دلیله ولري، یو دا چې په طالبانو باندې فشار راوړي چې دغه ډله له طالبانو سره پرېکون اعلان کړي او هغې هوکړې عملي کېدو ته لاره هواره شي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې ده او بله دا چې له دې وروسته ممکن د امریکا نوی حکومت په دې اړه په ځينو پریکړو کې بدلون راولي په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي."

وسله والو طالبانو بیا دا راپور رد کړی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د القاعده په ګډون نورې وسله والې ډلې نشته.

ښاغلي مجاهد په دې پیغام کې دا هم ویلي چې دغه ډول راپورونه په دې هدف خپریږي چې د دوحې تړون ته زیان ورسیږي، خو دی وايي چې طالبان د امریکا سره د سولې شوې هوکړې ته ژمن دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو د امریکا سره د دوحې د هوکړې پر خلاف له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړي او د دې شبکې په مرسته لا هم په دې هېواد کې خپلو حملو ته دوام ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي: "وسله والو طالبانو د سولې او د دوحې د هوکړې پر خلاف له القاعده سره يې خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او ورځ تر بلې دا اړیکې زیاتیږي، ترورستې شبکې په ځانکړي ډول القاعده له طالبانو سره په ګډه خپلو د خلکو په وړاندې خپلو ترورستي اعمالو ته دوام ورکوي او د ژمنو دا ماتول په رښتیا هم افغانانو ته د اندېښنې وړ مسئله ده."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

طالبانو د امریکا سره د فبرورۍ د ۲۹مې په هوکړه کې ژمنه کړې چې له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او نه به پرېږدي چې کومه افراطي ډله له افغانستانه په استفادې پر امریکا او د هغې پر متحدانو حمله پلان کړي.

د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن حکومت ویلي چې پر دې تړون بیا غور کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ناوخته د کابینې په غونډه کې د امریکا د نوي حکومت له لوري د دې هوکړې د بیا ارزولو هرکلی کړی او ویلي دي چې طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي، سوله دې وکړي او دایمي اوربند ته دې غاړه کېږدي.

له دې وړاندې هم افغان حکومت د طالبانو او القاعده د اړیکو په اړه راپورونه ورکړي وو.

افغان حکومت وايي، د تېر میلادي کال د اکټوبر په ۲۵مه د افغانستان د ملي امنیت له لوري په غزني ولایت کې د القاعده د شبکې د دوهم نمبر د مشر ابومحسن المصري وژل او دغه شان په هلمند کې د القاعده شبکې د یو شمېر غړو وژل دا ثابتوي چې د طالبانو او القاعدع شبکې اړیکې لا پر ځای پاتې دي.

له دې وړاندې د لړم میاشتې په ۲۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د همغږۍ او څارنې ګروپ وویل، القاعده ډله لا هم د افغانستان د سولې پروسه ګواښي او له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG