د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

طالبان: له امریکا سره د شوې هوکړې ټولو مادو ته ژمن یو


ارشیف، قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرې
ارشیف، قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرې

طالبان وایي، دوی له امریکا سره د شوې هوکړې ټولو مادو ته ژمن دي او ټینګار کوي چې له کومې کړې ژمنې نه‌دي په شا شوي.

دوی دا خبره د امریکایي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې چې ویلې یې دي، له طالبانو سره د ډونالد د ادارې لاسلیک شوې هوکړه ارزوي. امریکا کې د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د نوې ادارې دوو لوړپوړو چارواکو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر انتوني بلېنکن چې دواړه د نوې ادارې له‌خوا تازه ګمارل شوي، له طالبانو سره د دوحې تړون د بیا ارزولو خبره کړې او د افغانستان دولت‌یې هم هرکلی کړی دی.

دوی ویلي، دا باید وارزول شي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي او که نه.

د دوی له دغو څرګندونو وروسته طالبان وایي، د دوحې د تړون له هېڅ یوې ژمنې نه‌یې سرغړونه نه‌ده کړې.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د ستونزې د سیاسي جوړجاړي یوازنۍ لار، د ده په ټکو د دوحې د تړون پلي کول دي.

محمد نعیم زیاتوي: "د هوکړې د پلي کولو لپاره عملي ګام دا دی چې د افغانستان لانجه له سیاسي لارې هواره شي او بهرني ځواکونه د طالبانو د اسلامي امارت او امریکا د هوکړې له مخې له هېواده ووځي، موږ له خپل اړخه یو ځل بیا وایو چې د هوکړې د هرې مادې عملي کول د ټولو لپاره ښه کار دی، موږ هغو ژمنو ته ولاړ یو چې هوکړه کې مو کړي دي، له مقابل لوري هم غواړو چې هوکړه کې کړیو ژمنو باندې ودرېږي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، یعنې نږدې کال وړاندې په دوحه کې "افغانستان ته د سولې راوستو" په نوم تړون لاسلیک شو.

له هغه راهیسې لومړی ځل دی چې امریکایي چارواکي د دغه تړون پر منځپانګه شک کوي او د بیا کتنې غوښتنه‌یې کوي.

امریکایي چارواکي وایي، که دغه تړون کې د افغانستان د تېرو دوه لسیزو بریاوې خوندي نه‌شي، بې‌معنی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې تړون
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې تړون

تړون کې د طالبانو اساسي ژمنې دا وې چې تاوتریخوالی به کموي، پر بهرنیو ځواکونو به بریدونه دروي، له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره به اړیکې شلوي او د افغانستان له خاورې به د امریکا پر ضد د استفادې اجازه نه‌ورکوي.

طالبان که څه هم دغو خبرو ته ځان ژمن بولي، خو له دې وړاندې افغان چارواکو ادعا کړې چې طالبانو تاوتریخوالی نه‌دی کم کړی او له القاعده سره‌یې هم اړیکې ساتلې دي، هغه ادعاوې چې طالبانو رد کړي دي.

معلومه نه‌ده چې د امریکا نوې اداره به له طالبانو سره د هوکړې تړون څنګه او څه وخت وارزوي، خو افغان دولت چې په لومړي سر کې هم د دغې موافقې د ځینو ټکو مخالف و، د امریکا د دې دریځ هرکلی کړی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او سرپرست عبدالله خنجاني وايي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې د بیاکتنې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو د پرېکړې هرکلی کوي. په عین حال کې غوښتنه لري چې دغه ارزونه د افغانانو له غوښتنې سره برابره وي چې هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي سمدستي ختمېدل او یوې پایداره او عادلانه سولې ته رسېدل دي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او مرستیال عبدالله خنجاني
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او مرستیال عبدالله خنجاني

په ظاهره د همدې خبرو له کبله دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د دوهم پړاو خبرو د پرمختګ کوم ښکاره څرک هم نه‌لګېږي.

د دولت د مرکچي پلاوي یوې غړې شریفې زرمتۍ پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو ډلې لا هم د اجنډا د لومړیتوب ټکي له دوی سره نه‌دي شریک کړي.

XS
SM
MD
LG