د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

امریکا: القاعده شبکې په ایران کې تازه مرکزونه جوړ کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پامپيو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پامپيو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه، چې القاعده شبکې ایران د خپل تازه مرکز په توګه غوره کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر پرون سې شنبه (د جنورۍ د ۱۲مه) له شواهدو وړاندې کولو پرته وویل، چې القاعده شبکې په ایران کې تازه مرکزونه جوړ کړي دي.

مایک پامپیو ادعا وکړه، چې ایراني رهبرانو د القاعده شبکې مشرانو ته خوندي پناهځایونه ورکړي او ملاتړ یې کوي.

هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د اول وار لپاره په ښکاره دا خبره کوي، چې د القاعده شبکې دویمه درجه کس ابو محمد المصري د اګست میاشتې پر اوومه په ایران کې وژل شوی و.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۲۰۲۰م کال په نوامبر میاشت کې په ایران کې د المصري د وژل کېدو راپور خپور کړی و.

المصري په ۱۹۹۸م کال په افریقا کې د امریکا پر دوو سفارتونو د بمي حملو په طرحه او همکارۍ تورن و.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې المصري د اسراییل د عملیاتي کسانو له خوا په ایران کې دننه ووژل شو، خو ایران دا موضوع رد کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، په ایران کې د ابو محمد المصري حضور کومه د حیرانۍ وړ خبره نه ده.

هغه زیاته کړه: "د ایران اسلامي جمهوریت دغې تروریستي شبکې ته عملیاتي مرکزونه ورکړي دي. موږ د ایران او القاعده د اړیکو د څرنګوالي په اړه واقعیت بیانوو، موږ یې د ځپلو لپاره پام وړ اقدامات کړي دي."

مایک پامپیو چې په ۲۰۱۷م کال کې د امریکا د استخباراتي ادارې یا (CIA) مشر و، هم ایران له القاعده شبکې سره په همکارۍ تورن کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دغه تورونه بې بنسټه وبلل.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف

ایران د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په وخت کې تل د واشنګټن له فشارونو سره مخامخ و، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په وروستیو اوونیو کې د نورو بندیزونو په لګولو سره دغه فشارونه لا زیات کړي دي.

پامپیو پرون وویل، ده په ایران کې د القاعده شبکې پر رهبرانو او د کردانو پر درېیو مشرانو چې د القاعده شبکې ملاتړ یې کاوه، بندیزونه لګولي دي.

ښاغلي پامپیو په عین حال کې په ایران کې د القاعده شبکې د بل مشر عبدالرحمن المغربي په اړه د داسې معلوماتو په بدل کې د اووه ميليون ډالرو جایزه اعلان کړه، چې د المغربي د ځای د تثبیت سبب شي.

د امریکا د ټاکلي ولسمشر جو بایډن سلاکاران په دې باور دي، چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د امریکا د نوې ادارې او ایران ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو امکان پېچلی کړي.

XS
SM
MD
LG