د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

ایران په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوو اډو راکټي بریدونه کړي


ډونالډ ټرمپ ویلي: "مونږ هر ځای د نړۍ تر ټولو قوي او مجهزه پوځ لرو."
ډونالډ ټرمپ ویلي: "مونږ هر ځای د نړۍ تر ټولو قوي او مجهزه پوځ لرو."

په عراق کې د امریکا په دوو پوځي اډو د ایران تر راکټي بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټویټر ویلي چې "هر څه ښه دي".

هغه ویلي د ایران له‌خوا په عراق کې په دوو پوځي اډو راکټونه لګېدلي او اوس وخت د تلفاتو او زیانونو په اړه پلټنې روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ زیاته کړې چې: "موږ هر ځای د نړۍ تر ټولو قوي او مجهزه پوځ لرو."

ټرمپ ویلي سهار به په دې اړه یو بیان ورکړي.

تر اوسه پورې روښانه نه‌ده چې امریکا به څه اقدامات کوي، خو وار له مخه په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او د هغه د ملي امنیت د ټیم خبرې پيل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو سپینې ماڼۍ ته رسېدلي دي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون مخکې تأیید کړې وه چې ایران نن سهار وختي په عراق کې د "عین‌الاسد" او "اربیل" په دوو پوځي اډو چې په‌کې امریکايي او ائتلافي ځواکونه دېره دي راکټي بریدونه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو ویلي چې دوی د امریکا په لاس د خپل وژل شوي پوځي جنرال قاسم سلیماني په غچ کې دا بریدونه کړي او امریکا ته سپارښتنه کوي چې له سیمې خپل سرتېري وباسي څو ونه‌وژل شي.

قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو عمومي قوماندان و چې تېره جمعه د جنورۍ په درېیمه د بغداد په نړیوال هوایي ډګر کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

قاسم سلیماني
قاسم سلیماني

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم وروسته په ټویټر باندې لیکلي چې ایران دا بریدونه د ځان د دفاع لپاره کړي.

هغه لیکلي چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر اساس د ځان د دفاع لپاره په یوه متناسب اقدام کې هغه اډه هدف ګرځولې چې د ایران د خلکو او لوړپوړو چارواکو پر ضد یې بریدونه کړي و.

جواد ظریف بیا دا هم لیکلي چې تاوتریخوالی یا جنګ نه‌غواړي، خو د هر ډول یرغل په وړاندې دفاع کوي.

د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو تر هدف ګرځېدو وروسته وضعیت څاري او باید لومړی د امریکايي سرتېرو خوندیتوب یقیني شي.

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي
د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي

هغې په خپل ټویټر باندې په یوه بیان کې دا ټینګار کړی چې د امریکا اداره باید بې‌ځایه پارونې ختمې کړي او ایران دې هم خپلې سرغړونې پای ته ورسوي.

نانسي پلوسي زیاته کړې چې امریکا او نړۍ بله جګړه نه‌شي زغملی.

  • ــــــــــــ

ايران په عراق کې د امريکا دوه پوځي اډې په توغندیو ويشتلي دي، له دې سره په سيمه کې د کړکېچ د لا زياتېدو خطر شته.

د افغانستان ولسمشر پرون د امريکا له دفاع وزير سره د سيمې پر امنيتي وضعيت، دغه‌راز د واشنګټن او تهران پر تازه بحران ټیلیفوني خبرې وکړې.

جمهوري رياست وايي په دې مکالمه کې محمد اشرف غني د امريکا دفاع وزير مارک اسپر ته وويل، د دې وخت راغلى چې امريکا او ايران د کړکېچ د کمېدو هڅه وکړي.

صالح محمد صالح په کابل کې د ځوانانو د پارلمان له پخواني رئيس اقا محمد قريشي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې وروستي تحولات په سيمه کې د ورځو په تېرېدو کړکېچن کېږي، افغانستان څومره متأثره کېداى شي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG