د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

کریسچن ساینس مانیټور: ناټو د افغانستان له شل کلنې جګړې څه زده کړي؟


د افغانستان او ناټو ګډ بیرغونه
د افغانستان او ناټو ګډ بیرغونه
  • کریسچن ساینس مانیټور

کریسچن ساینس مانیټور ورځپانې په خپله تازه ګڼه کې دا پوښتنه کړې، ناټو د افغانستان له شل کلنې جګړې څه زده کړي؟

په دې مطلب کې راغلي دي چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له لومړیو مهمو کارونو څخه به یو دا وي چې د افغانستان په مسئله کې د پرمختګ د لارې لټه وکړي، څو د ناټو د ماموریت لپاره د لارې یوه پراخه نقشه مشخصه شي.

په دې لیکنه کې وړاندې راغلي دي چې نور د طالبانو ډله او د القاعده شبکه د امریکا د امنیتي ګواښونو د لېست په سر کې ځای نه لري او ناټو هم په دې باور ده چې تر دې ستر ګواښونه شته چې د همدې لپاره تر دوه زره دېرشم کال پورې د خپلې ستراتیژۍ په نوي راپور کې یې یوازې شپږ ځایه د افغانستان نوم یاد کړی دی.

ناټو به راتلونکې میاشت د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې پر خپل پوځي حضور خبرې وکړي چې دې ماموریت ته دوام ورکړي که یې پای ته ورسوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي دي چې هر راز پریکړه به سخته وي او خطرونه به هم ورسره مله وي.

سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ وویل، ستونزې شته، یو ډول مبهم حالت دی، خو پرته له څه شکه چې د افغانستان د لانجې د سوله ییز حل لپاره د سولې خبرې یوازنۍ لاره ده.

د کرسچن ساینس مانیټور په باور، د افغانستان جګړه داسې ماموریت دی چې یو وخت د ناټو بریا او ناکامي ورسره تړلې تصور کېده او د دې جګړې په لومړیو کې چې ناټو په کې داخله شوه له سړې جګړې وروسته دې ماموریت ته ځینو د ناټو د بیا را ژوندي کېدو په سترګه کتل.

ورځپاڼه بیا لیکي:

اوس چې ناټو د راتلونکې لسیزې لپاره ځان چمتو کوي، له هغو تجربو چې په افغانستان کې یې ترلاسه کړي دي د هغو پر مرسته به د شته ګواښونو مخه نیسي.

  • د بې پولې خبریالانو ټولنه

د بې پولي خبریالانو ټولنې په خپله انټرنټ پاڼه کې په افغانستان کې پر خبریالانو د بریدونو مسئله رااخیستې ده او له افغان حکومته یې غوښتې دي چې په جدي ډول د دې بریدونو مخنیوی وکړي.

په دې لیکنه کې په دوه زره یو ویشتم کال کې په غور کې د غور غږ راډیو د مسوول مدیر بسم الله عادل ایماق د وژلو پېښې ته اشاره شوې ده او افغانستان یې د رسنیو لپاره د نړۍ یو خونړۍ هېواد بللی دی.

ایماق تېره اوونۍ د جمعې په ورځ ووژل شو او دی په تېرو شااوخوا دوو میاشتو کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون پنځم خبریال دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د نوومبر په دولسمه په لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د بې پولي خبریالانو ټولنې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې په وینا لیکلي دي چې د څلورو خبریالانو د وژلو د قضیې په ارتباط یې د طالبانو د ډلې اته تنه نیولي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپرې کړې اعلامیې کې په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او دیني عالمانو په وژنه کې لاس لرل رد کړې دي.

افغان حکومت وایي چې طالبانو د عبیده کاروان په نوم یوه خاصه قطعه جوړه کړې ده چې د دې په وسیله هدفي وژنې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG