د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د افغانستان په اړه د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


ارشیف، یو شمېر نړيوالې ورځپاڼې، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، یو شمېر نړيوالې ورځپاڼې، عکس تئزیني بڼه لري
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایران او القاعده شبکې د اړیکو اړوند د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په خبري غونډه کې وویل چې ایران د القاعده لپاره نوی خوندي ځای دی، خو مایک پومپیو د دې خبرو د اثبات لپاره هېڅ سند وړاندې نه کړ.

د مقالې په وینا یو شمېر اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو ویلي چې په دې اړه هېڅ نوي استخباراتي معلومات نشته چې ګواکې ایران دې د القاعده شبکې د فعالیت مرکز وي.

په مقاله کې وروسته راغلي چې ښاغلي پومپيو چې لومړی د ټرمپ د ادارې له خوا یو کال د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا 'سي.ای.اې' رئیس وو، ایران د القاعده سخت دريځو لپاره نوی افغانستان وباله.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ترورېزم ضد څېړونکي کولین کلارک له قوله لیکلي چې د ایران او القاعده تر منځ وضعیت ډېر مغلق دی خو ښاغلي پومپیو ډېر ساده ښودلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د پومپیو دا خبرې رد کړي او پر ټويټر یې لیکلي چې دا جنګ غوښتونکي درواغ دي.

وړاندې په مقاله کې نیویارک ټایمز لیکلي چې تهران تل القاعده ته د خوندي ځای ورکولو خبره ردوي، خو په امریکا کې د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر تر حملو وروسته د ترورېزم متخصصینو داسې څرګنده کړې وه چې ګواکې ایران د القاعده چارواکو ته په دې هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړې وه.

نیویارک ټایمز همدا راز لیکلي چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې د هغه مهال د ایران د بهرنیو چارو ویاند بهرام قاسمي ویلي و چې له افغانستان سره پر پوله ځیني القاعده غړي ایران ته اوښتي، خو دا کسان بېرته خپلو هېوادونو ته وسپارل شول.

په ۲۰۱۱میلادي کال کې ایران په پاکستان کې د یوه برمته نیول شوي ایراني ډیپلوماټ په بدل کې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن خوشې کړ او وروسته په ۲۰۱۹میلادي کال کې سپینې ماڼۍ وویل چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان تر منځ په سیمه کې د ترورېزم ضد عملیاتو پر مهال ووژل شو.

  • فورسز ډاټ نېټ

د فورسز ډاټ نیټ په نوم خپرونې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال لیکلي چې د سې شنبې په ورځ د بریتانیې د پارلمان د نړیوالو اړیکو او دفاع کمېټې له حکومته غوښتي چې له افغانستانه باید نړیوال ځواکونه ترهغه وخته ونه وځي چې له طالبانو سره د سولې یوه موافقه نه وي رامنځته شوې.

د مقالې په لیکنه دا غوښتنه داسې مهال شوې چې د افغانستان د سولې خبرې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ بېرته پیل شوې او په عین حال کې د طالبانو او داعش ډلو تاوتریخوالی په افغانستان کې دوام لري.

مقاله د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې یادونه کوي چې له مخې يې د روان میلادي کال تر مې میاشتې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

په مقاله کې د کمېټې له قوله ویل شوي چې د افغان حکومت دریځ وروسته له هغه نورهم ضعیف شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ له افغانستانه د دوه نیمو زرو امریکايي ځواکونو د ایستلو پلان لري.

بریتانیې افغانستان کې جنګي ماموریت په ۲۰۱۴میلادي کال کې پای ته ورساوه، خو اوس هم د ناټو تر چتر لاندې په دې هېواد کې ۸۵۰ ځواکونه لري چې د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG