د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

په افغانستان کې د سولې او جګړې برخلیک د چا په لاس کې دی؟


په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020
په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې: په افغانستان کې د سولې او جګړې برخلیک د چا په لاس کې دی؟

وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې د سولې دویم پړاو مذاکراتو له پیل څخه شل ورځې تېرېږي خو د دولت او طالبانو د مرکچيانو تر منځ خبرې نه دي پیل شوي.

له دې سربېره ورځپاڼې ایران ته، د طالب ډلې د سیاسي مرستیال ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي سفر ته اشاره کړې لیکلي، طالبان نه شي کولی چې دا حقیقت پټ کړي چې دغه سفر د سولې خبرو او د متحده ایالاتو په پالیسۍ کې له نوي ابهام سره تړلی دی.

د لیکوال په وینا، اټکل کېږي چې د امریکا د نوي حکومت په رامنځ ته کېدو سره د دې ډلې پر وړاندې فشارونه زیات شوي نو ځکه دا ډله غواړي چې ایران ته په سفر سره وښيي چې دوی په سیمه کې یوازې نه دي.

  • مسير

مسیر ورځپاڼه لیکلي، د سولې په خبرو کې ځکه ځنډ رامنځته شوی چې امریکا د سولې هوکړه ارزوي او خلیلزاد د خپل ماموریت د دوام لپاره کومه واضح تګلاره نه ده تر لاسه کړې، نو ځکه په دوحه کې د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي.

وړاندې راغلي، اوس چې ټاکل شوې په دریو اونیو کې دا هوکړه بیا و ارزول شي، نو درې اونۍ به نور هم همدا سوړ حالت وي.

د لیکوال په وینا د هوکړې تر ارزول کېدو وروسته به دا پروسه جدي شي، په دواړو اړخونو به فشارونه راشي، له خپلو سختو دریځونو به په شاتګ او پر ځینو مسایلو به توافق وکړي.

د ورځپاڼې په باور، په دوحه کې بین الافغاني خبرې طبیعي او خپلمنځي نه دي، بلکې د امریکا په زور او فشار مخ ته ځي.

خو لیکوال دا ټینګار هم کوي، چې پکار ده دواړه اړخونه د سولې لپاره واقعي هڅې وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغانستان او امريکا په اړيکو کې د نوي باب پرانیستل کېدو خبره کړې لیکلي، چې په دې برخه کې د امريکا د نوي ولسمشر جو بايډن ادارې افغانستان ته ډاډ ورکړی او د دغو اړيکو د نوي باب د پرانيستلو لپاره جامع طرحه جوړه شوې ده.

وړاندې د امریکا له لوري د سولې تړون ارزولو ته اشاره شوې راغلي چې د دغه تړون ارزونه ځکه مهمه ده، چې يوه ژمنه يې هم نه ده عملي شوې او طالبانو بریدونو او هدفي وژنو ته دوام ورکړی چې په کور د ننه او په نړيواله کچه اندېښنې را ولاړې کړې دي.

د لیکوال په وینا، دا ځل به د ترهګرۍ پر مراکزنو نړيواله مبارزه سخت تمرکز وکړي، ځکه دا پديده د افغانستان سوله ګواښي، چې ورسره سيمه او نړۍ هم له خطر سره مخ ده.

ورځپاڼې لیکلي له دې ټولو سره سره مهمه دا ده، چې بايد د سولې لپاره هڅې ژر پايله ورکړي، ځکه په خبره یې واک ته د رسېدو يوازنۍ لاره سياست او د ولس باور تر لاسه کول دي.

XS
SM
MD
LG