د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

هشت صبح: حکومت د هدفي وژنو په مخنیوي کې ناکام دی


په کابل کې د چاودنې له امله ويجاړ شوي موټر. Dec. 20, 2020
په کابل کې د چاودنې له امله ويجاړ شوي موټر. Dec. 20, 2020

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د تېرې ورځې د څرګندونو او د هدفي وژنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، حکومت د هدفي وژنو په مخنیوي کې ناکام دی، خو پړه یې پر طالبانو وراچوي، هغه څه چې طالبان یې ردوي او په ځینو محدودو مواردو کې د دغو حملو مسوولیت داعش ډله مني.

په سرمقاله کې راغلي، دوه میاشتې کېږي، چې په کابل کې د هدفي وژنو لړۍ پیل شوې او موخه یې هم د خبریالانو، مدني فعالانو او نورو پېژندل شويو څېرو وژنه ده، د لیکوال په خبره دا له بشري حقونو او د طالبانو له لوري د کړیو ژمنو بشپړه او ښکاره سرغړونه ده.

په سرمقاله کې یادونه شوې، د ولسمشر لوموړي مرستیال د شپږ نیمو بجو په ناسته کې د دغو وژنو د مخنیوي اعلان وکړ، چې په ښار کې به د پولیسو شمېر دوه چنده کوي، بیا یې وویل، چې مخفي کمړې به لګوي او تازه یې تېره ورځ اعلان کړی، چې د دغو حملو د مخنیوي ښه لاره دا ده، چې په دې برخه کې نیول شوي طالبان باید اعدام شي.

د لیکوال په اند دا ټولې خبرې یوازې د کاغذ په مخ دي، کومه عملي جنبه نه لري، او که رښتیا هم طالب زندانیان اعدام شي، په طالبانو کې به د غچ اخیستنې حس پیاوړی شي او حالات به لاپسې خراب شي.

لیکوال وړاندیز کوي، حکومت باید په داسې لارو چارو غور ورکړي، چې هم ممکن وي او هم عملي اړخ ولري، څو د هدفي وژنو په مخنیوي او د امنیت په راوستو کې مرسته وکړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا لیکلي، خلک له قانوني لارې د اعدام مخالف نه دي، بلکې د قانون د پلي کېدو لپاره يې هرکلی هم کوي، خو چې د هېواد درې ګونو محکمو یې د اعدام مساله تائید کړې وي.

په سرمقاله کې راغلي، د محکمې له حکمه پرته د مجرم نیول او بیا په داسې څرګندونو نه یوازې اعدام ښه لاره نه ده، بلکې حکومت هم بدنامه وي او د امرالله صالح دا ډول څرګندونې يې له قانون نه لوړې او دیکتاتوري ته ورته ګڼلې دي.

  • ويسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، په ولایتونو کې، خصوصاً په هغو سیمو کې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې دي د قومي مشرانو او دیني عالمانو د ترورولو او هدفي وژلو لړۍ دا ډېر کلونه روانه وه، خو د ليکوال په وينا څو میاشتې کېږي چې دغه سلسله په کابل کې هم شروع شوې دها و دولتي کار کوونکي، د ژبې، قلم او فکر خاوندان، مدني فعالان، لیکوالان او ژورنالیستان، جید او معتدل دیني عالمان او نور هدف ګرځول کېږي.

د سرمقالې د لیکوال په اند د پام وړ خبره داده چې د دغو هدفي وژنو مسؤولیت هېڅوک په غاړه نه اخلي.

لیکوال که څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي خو ټینګار کوي، چې د دغو وژنو تر شاه به داسې یو هیواد وي چې غواړي افغانستان په سینه پروت، له تمدنه لیرې، له علم او صنعت نه پردی او لنډه دا چې له مادي او معنوي پلوه فقیر مملکت وي، داسې مملکت چې نه اقتصاد ولري، نه اردو او نه لوستي وګړي.

XS
SM
MD
LG