د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

هېواد: د خبريالانو ژوند او د کار ساحه دې خوندي کړای شي


افغان خبریال رحمت الله نيکزاد چې وړمه ورځ وسله والو کسانو په غزني ښار کې وواژه.
افغان خبریال رحمت الله نيکزاد چې وړمه ورځ وسله والو کسانو په غزني ښار کې وواژه.

کابل چاپ ورځپاڼو په نننيو ګڼو کې تر ډېره په پلازمېنه کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنو د زیاتېدو او د خبریالانو هدفي وژنو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

مسير

مسیر ورځپاڼې د کابل او یو شمېر ولایتونو چاودنو او بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې په کابل ښار کې چسپکي ماینونه او چاودنې ورځنۍ چاره ګرځېدلې.

وړاندې د دغو چاودنو عوامل څېړل شوي او لیکل شوي، چې د دې ټولو تخنیکي دلایلو او ستونزو تر شا مهم او اساسي دلایل سیاسي دي ځکه په خبره یې ،دا سیاسي موخې دي چې پر امنیتي پېښو، تګلارو، کمزوریو او بریاوو مخامخ اغېز کوي.

د لیکوال په باور دا چاودنې د خلکو ترمنځ د ویرې او وحشت خپرولو په هدف ترسره کېږي او تر هغو به دوام وکړي چې خلک خپله د یوه لوی بدلون غږ وکړي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د نا امنیو زیاتېدو په تړاو خواشیني ښودلې، چې د سولې د خبرو له پیل سره په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او دا حالت ډېرى افغانان انديښمن کړي دي.

ورځپاڼې په دوحه کې د سولې مذاکرات د عامو وګړو د وینې تویولو سبب بللي او لیکلي دي، چې دغه خبرو تر دې دمه بله کومه ښکاره نتیجه نه ده ورکړې.

ورځپاڼې ټینکار کړي، چې د سولې خبرې باید ژر تر ژره بېرته پیل شي څو د جګړې د ښکېلو غاړو دریځ څرګند شي.

د سرمقالې د لېکوال په وینا پر ګاونډیو هېوادونو د حملو د مسوولیت اچولو سره حکومت د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او له مسولیته ځان خلاصوي.

هشت صبح ورځپاڼې پر حکومت هم نیوکه کړې، چې په نورو د انتقاد پرځای باید امنيتي او کشفي ادارې پیاوړي او د حملو مخه ونیسي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د خبريالاتو وژنو او په دې اړه سختو نیوکو او اندېښنو ته په اشارې لیکلي چې د خبريالانو ژوند او د کار ساحه دې خوندي کړای شي او افغان چارواکي دې خپل دغه مسووليت په سمه توګه ادا کړي.

لیکوال ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دغه خونړي حالت د خبريالانو فعاليتونه ټکني کړي او دا د مدني فعالیتونو او د بشري حقونو د مبارزې په مخ کې لوی خنډونه دي.

لیکوال د خبريالانو پر وړاندې دغه حالت د ځانګړې اندېښنې وړ ځکه بللی، چې رسنۍ د دې ټولنې د ناخوالو او لاسته راوړنو سترګې او حقيقي هندارې دي او همدا رسنۍ دي، چې نړیوالو ته د خلکو غږ او ستونزې رسوي.

ورځپاڼې دا نه يوازې د افغان حکومت د چارواکو او مسوولو کسانو دنده بللې، چې د خبريالانو او رسنيو لپاره خوندي فضا برابره کړي، بلکې پر خلکو او نړېوالې ټولنې هم غږ کړی چې په دې برخه کې بايد همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG