د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د امریکا نوې اداره به د افغانستان او عراق اوږدې جګړې څه ډول مدیریت کړي؟


ارشیف، امریکايي سرتیري
ارشیف، امریکايي سرتیري
  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال د افغانستان په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارې د ارزونې پر موضوع لیکنه خپره کړې ده. دا ارزونه د پنټاګون له خوا کېږي.

د لیکوال په خبره تمه ده د امریکا دفاع وزیر لوېد اسټن په افغانستان او عراق کې د امریکایي سرتېرو شمېر بیا وارزوي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې کاري مودې په وروستیو ورځو کې په افغانستان او عراق هر یوه کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړ.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

لوېډ اسټن په نړۍ کې د امریکایي سرتېرو په اړه د ډېرو مسایلو سره مخامخ دی، ځکه ډونالډ ټرمپ له افغانستان او عراقه درې -درې زره پوځیان کم کړل او په سپینې ماڼۍ کې یې اوسنۍ ادارې ته یوه ننګونه په میراث پریښوده، هغه دا چې دا اداره به دواړې اوږدې جګړې څه ډول مدیریت کړي؟

لیکوال په دې باور دی چې د امریکا دفاع وزیر په افغانستان او عراق کې د امریکا د تګلارو د ارزونې په اړه خبرو کې په دواړو هېوادونو کې د امنیتي ګواښونو په اړه خپله نظریه مبهمه پرېښوده.

ورځپاڼه زیاتوي، لوېد اسټن په افغانستان او عراق کې د پوځیانو د شمېر او ظرفیت په اړه لارښونه ونه کړه.

  • واشګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان د سفیرې رویا رحماني لیکنه خپره کړې ده.

په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني
په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني

رحماني لیکلي چې امریکا باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې د راتلونکو نسلونو لپاره سوله راشي.

په دې لیکنه کې وړاندې راغلي چې د ډیموکراسۍ ښکلا په دې کې ده چې له خپلو مخالفینو سره کار وکړای شئ.

خو د دې په وینا، افغانستان یوازې له مخالفینو سره لاس او ګریوان نه دی، بلکې د جګړې ترڅنګ پرله پسې تاوتریخوالی د افغانستان راتلونکی او ولسواکي له ګواښ سره مخامخ کوي.

د لیکوال په خبره د سولې بهیر، یوه اوږد مهاله لړۍ ده چې د ټولو زغم غواړي، خو دا هم باید ټول په پام کې ولرو چې دا مذاکرات به په کومه بیه کېږي؟

د دې مطلب په دوام کې وړاندې راغلي چې هره ورځ د افغانستان نارینه، ښځې او ماشومان د خپلو حقونو، ډیموکراسۍ او ان د ژوند په اړه له اندېښنو سره وخت تیروي.

د لیکوال په خبره ، که ټوله سوله غواړي، نو متحده ایالات باید ډاډ ورکړي چې یوازې د ښاخونو اصلاح کافي نه ده، بلکه ریښې باید ورغېږي.

رحماني دا هم لیکلي چې افغانستان اوس د جګړې تر ډګر ورهاخوا د متحده ایالاتو په یوه قرارګاه بدله شوې، لکه جنوبي کوریا، جرمني او کویټ.

واشنګټن پوسټ د رویا رحماني د لیک دا ټکی راپورته کړی چې وایي، د امریکا متحده ایالات باید جدي پریکړه وکړي او د پرله پسې تاوتریخوالي او د تېرکال له توافقه د سرغړونې برخه کې طالبان ځواب ویونکي وګڼي او له بلې خوا دې له افغانستان سره پر خپل مشارکت ژمن پاتې شي.

د مطلب په وروستۍ برخه کې راغلي چې افغانستان هم باید د خپلو وګړو لپاره د ښې راتلونکو جوړولو په برخه کې جدي پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG