د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

اروپايي ټولنه:که طالبان تاوتريخوالي ته دوام ورکړي د نړېوالې ټولنې غوسه راپاروي


ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان
ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان

په کابل کې اروپايي ټولنې د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ټولنې غړي او د یو شمېر هېوادونو ډیپلماټیکې استازولۍ لکه اسټراليا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، المان، ایټالیا، د ناټو ملکي استازولي، هالنډ، اسپانیا، سوېډن، انګلستان او امریکا په افغانستان کې وروستۍ هدفي وژنې، اختطافونو او د رغنیزو چارو پر وړاندې د ستونزو جوړل په کلکو ټکو غندي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ګواښونه د افغانستان مدني ټولنو، قضايي برخې، رسنیو، مذهبي، روغتیايي او د حکومت غیر نظامي کار کوونکو ته دي چې د اعلامیې په ټکو دوی د یوه سوله ییز افغانستان لپاره ډېر اړین دي.

د اروپايي ټولنې اعلاميې، وروستۍ هدفي وژنې، اختطافونه او د رغنيزو چارو پر وړاندې ستونزې جوړول تر ډېره د طالبانو کار بللی.
د اروپايي ټولنې اعلاميې، وروستۍ هدفي وژنې، اختطافونه او د رغنيزو چارو پر وړاندې ستونزې جوړول تر ډېره د طالبانو کار بللی.

اروپایي ټولنې دې اعلامیه کې د دې پېښو ډېری عاملین طالبان بللي او ویلي یې دي، که حالت دغه شان دوام ومومي دغه چاره به د دولتي بنسټونو د کمزورۍ لامل شي او مخالفو ډلو ته به نور هم د فعالیت زمینه برابره کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې نړېوالې ټولنې په افغانستان کې د انرژۍ، امنیت، خوړو او رغنیزو چارو کې ډېره پانګونه کړې او طالبان باید دا درک کړي او د نړېوالې ټولنې غوسه راونه پاروي، خو طالبان بيا پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

اعلامیه کې د افغانستان له دولته غوښتنه شوې چې د رامنځته شوېو پېښو د څرنګوالي په اړه لازمه څېړنه وکړي، څو هغه ډلې چې دغه کړنې ترسره کوي، ولس ته تر پېژندنې وروسته په سمه توګه محاکمه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت شورا دفتر وايي چې طالبان په مستقیم او غیر مستقیم توګه په هدفي وژنو او د رغنیزو چارو د مخنیوي په برخه کې لاس لري.

د ملي امني شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي: "طالبانو د یو چتر په توګه نور ترهګریزو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې، تاوتریخوالي او د عامه ځایونو په ویجاړولو کې طالبان په مستقیم او غیر مستقیم ډلو لاس لري."

ښاغلي اندړ زیاتوي، د افغانستان حکومت د سولې د ټینګښت لپاره د خبرو له لارې ژمن دی، نه د جګړې له لارې.

ارشیف،د سولې په اړه مذاکره کوونکی پلاوی، اندړ وايي د افغانستان حکومت د سولې د ټینګښت لپاره د خبرو له لارې ژمن دی
ارشیف،د سولې په اړه مذاکره کوونکی پلاوی، اندړ وايي د افغانستان حکومت د سولې د ټینګښت لپاره د خبرو له لارې ژمن دی

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه ادعاوې د دښمن تبلیغات ګڼي.

نوموړی وايي: "دغه څرګندونې که ناټو او یا کوم بل سازمان کړي وي، د دښمن د تبلیغاتو پر بنسټ یې کړي، په هېڅ یوه حمله کې چې زیربنايي پروژې او یا هم ملکي کسان په نښه شوي وي، موږ لاس نه لرو او موږ تل دغه موردونه رد کړي دي."

د ښاغلي مجاهد په خبره، طالبانو د تېر کال پرتله خپلې حملې کمې کړي او که په کومو ځایونو کې شوي وي، د افغان امنیتي ځواکونو د مخکې تګ د مخنیوي لپاره شوي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې دې وروستیو کې په افغانستان کې هدفي وژنو زور اخېستی.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، د هغو کسانو تر څنګ دریږي چې د یوه سیاسي توافق له مخې د جګړې د پای ته رسېدو ته ژمن وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG