د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

افغان حکومت: د هدفي بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ شوي


په کابل کې د چاودنې وروسته د سيمې انځور. December 20, 2020
په کابل کې د چاودنې وروسته د سيمې انځور. December 20, 2020

په داسې حال کې چې په افغانستان کې هدفي وژنو زور اخیستی افغان حکومت وايي، چې د دې بریدونو د مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

هدفي وژنې تقریباً هره ورځ د هغو غونډو د بحثونو اصلي موضوع وي چې د سهار په شپږنیمو د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ جوړېږي.

دا حملې چې هېڅ ډله یې مسوولیت نه مني اوس د افغان حکومت لپاره په یوه لوی سرخوږي بدلې شوې دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي پرون- پنجشنبې وویل، چې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په خبرو کې یې د دې حملو او د امنیت او سولې پر نورو اړوندو مسایلو بحث کړی دی.

ستیفانو پونتي کوروو پر ټویټر په یوه بیان کې په افغانستان کې وروستیو حملو او هدفي وژنو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي، چې د دې حملو ګټه هېچا ته نه رسېږي.

د ناټو ملکي استازى ستیفانو پونتې کوروو
د ناټو ملکي استازى ستیفانو پونتې کوروو

ښاغلي پونتې کوروو همداراز په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې له روانو هڅه څخه د ناټو د ملاتړ پر ژمنه یوځل بیا ټینګار کړی.

د هدفي وژنو په لړ کې پر امنیتي ځواکونو او دولتي چارواکو سربېره په هلمند کې د آزادۍ راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون ډېر خبریالان او مدني فعالان هم په نښه شوي.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی پرون وویل، په تېر میلادي کال کې د خبریالانو پروړاندې په تشدد کې په سلو کې لس زیاتوالی راغی.

د دې بنسټ د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې وژنو د مخنیوي لپاره د جدي کار د پیل خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین

د دې وزارت ویاند طارق آرین وویل: "د کورنیو چارو وزارت، د تاوتریخوالي پرضد د مبارزې د همغږۍ د مرکز له لارې خبریالانو او مدني فعالانو ته پېښ ګواښونه څېړي. موږ ته د ټولو هېوادوالو په تېره د خبریالانو امنیت مهم دی او په دې برخه کې له خبري بنسټونو او مدني ټولنو سره په ګډه کار کوو."

افغان حکومت د هدفي وژنو د مخنیوي په برخه کې د یولړ بریاوو ادعا هم کوي.

تېرماښام د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه نښته کې د غور د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمان عطشان او د غور غږ راډیو د خبریال بسم الله عادل ایماق د قاتل د وژل کېدو خبر ورکړ.

د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل ایماق چې څو ورځې مخکې په غور کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو سره ووژل شو.
د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل ایماق چې څو ورځې مخکې په غور کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو سره ووژل شو.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې د دې دوو هدفي وژنو عامل د ولايټي شورا غړی عزت الله بیګ بلل شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې بېګ په منظمو او هدفي وژنو، د طالبانو په تمویل او تجهیز، همداراز دې ډلې ته د بزبزک د پرمختللې وسلې په لېږلو او هغوی ته د مقناطیسي بمونو د روزنې په ورکولو تورن دی.

ملي امنیت وايي، چې امنیتي ځواکونو غوښتل نوموړی ونیسي خو هغه مقاومت وکړ او په نتیجه کې ووژل شو.

داسې ښکاري چې د امنیتي تدابیرو له لارې د هدفي وژنو مخنیوی لږترلږه د اوس لپاره د حکومت په وس پوره نه دی نو ځکه د ولسمشر لومړي مرستیال خلکو ته یوه ډېره ساده سپارښتنه کړې او ترې غوښتي یې دي، چې د خپلو موټرو هغه اوسپنیزې برخې چې مقناطیسي بمونه پرې نښلي، په ربړ وپوښي.

ښاغلي صالح د شپږنیمو بجو د پرون سهارنۍ غونډې په راپور کې ویلي دي، چې دا کار په ډېرو لږو پیسو او د هر مستري په دوکان کې ممکن دی.

XS
SM
MD
LG