د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

مسير: هدفي وژنې لا هم ګونګه چاره ده او عاملین یې نه دي روښانه شوي


آرشیف
آرشیف
  • مسير

مسیر ورځپاڼې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې هدفي وژنو ته اشاره کړې او لیکلي، چې دا لا هم ګونګه چاره ده او عاملین یې نه دي روښانه شوي.

لیکوال ټینګار کوي،که څه هم حکومت د دغو بریدونو پړه په طالبانو اچوي، خو طالبان بیا بیا په دغو بریدونو کې لاس لرل ردوي.

لېکوال د دې بریدونو موخه یوازې د وېرې او وحشت ایجادول بللې او لیکلي، ښايي هڅه روانه وي چې د سولې پروسه تخریب شي او په دغو بریدونو سره وښودل شي، چې یا خو طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او یا هم نورې ډلې شته چې له طالبانو پرته به هم جګړې ته دوام ورکوي.

لیکوال ټینګار کوي،که دواړه اړخونه رښتیا هم داسې اسناد او شواهد لري چې ښيي مقابل لوری په دغو بریدونو کې ښکېل دی، نو پکار ده چې له خلکو سره یې شریک کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د حکومت او پارلمان ترمنځ تقابل د دواړو خواوو په زیان بللی او ټینګار يې کړی چې دا به ستونزې لا پراخې کړي.

وړاندې راغلي، چې د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ تقابل د امنیتي میثاق او ملي دسترخوان پروګرامونو پر سره راپورته شو.

د لیکوال په وینا،که څه هم د استازو جرګې د حکومت له دې پلانونو سره مخالفت کړی وو او ورته يې مثبته رايه نه وه ورکړې خو حکومت د پارلمان انتقادونو ته غوږ ونه نیوه او پروګرامونه يې پلي کړل چې دې کار د ولسي جرګې غوسه را پارولې ده .

ورځپاڼې دواړو لورو ته سپارښتنه کړې، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې د سولې خبرې روانې دي اړتیا ده څو حکومت او پارلمان د تقابل پرځای د ستونزو په هوارې فکر وکړي او د یو بل له تورنولو لاس واخلي.

  • هېواد

اهېواد دولتي ورځپاڼې د برښنا د پرچاوۍ پر ستونزې لېکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان لويو او وړو ښارونو کې د برښنا کمښت هغه ستره ستونزه ده، چې په تېرو شلو کلونو کې هم د نړيوالو پراخو او پرېمانو مرستو سره سره حل نه شوه او لا هم داسې کوم ډاډ نه شته، چې دا ستونزه دې په نږدې راتلونکې کې حل شي.

ورځپاڼې پر برښنا شرکت ټینګار کړی، چې بايد د برښنا په وېش کې انډول رامنځته کړي او هغه کارکوونکي له دندې لرې کړي، چې په خپله خوښه د برښنا وېش چارې تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG