د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

خوست کې پرلت: د ودان او نورو وژل شوېو ځوانانو قاتلین دې د ټولو ترمخه محاکمه شي


په خوست کې پرلت کوونکي
په خوست کې پرلت کوونکي

د خوست ځوانان وایي، افغان حکومت د داعي او ودان د وژونکو په علني محاکمه کولو او له خلکو سره د وژل شوېو کسانو د څېړل شوېو دوسیو د پایلو په شریکولو کې پاتې راغلی.

دوی چې نن سې شنبه (د مرغومي ۲۳مه) په خوست کې د اداري کمپلېکس دروازې مخې ته پرلت وهلی وو، له چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د وژل شوي خوستي ځوان ضیا ودان او د وروستیو پېښو عاملین ونیسي او علني یې محاکمه کړي، څو مالومه شي چې دوی څوک او ولې وژني؟

پرلت کوونکو د هدفي وژونکو د ښکاره محاکمې غوښتنه کوي چې دې وروستیو کې یې ځوان کدرونه او فعالان یو په بل پسې وژلي او وایي، د ودان او نورو وژل شوېو ځوانانو قاتلین دې د ټولو ترمخه محاکمه شي.

یو ګډونوال نورالله افغان وایي، نه پوهېږي چې څوک یې وژني او ولې یې وژني او حکومت یې هم د ده په وینا له ساتنې بې وسه دی.

خوست کې پرلت کوونکو د هدفي وژونکو د ښکاره محاکمې غوښتنه کوي
خوست کې پرلت کوونکو د هدفي وژونکو د ښکاره محاکمې غوښتنه کوي

نوموړی زیاتوي، خبر شوی چې په هلمند کې د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي، ملالې میوند او یوسف رشید د وژلو په تور یو شمېر کسان نیول شوي، خو پوښتي چې ولې یې د پېژندنې او محاکمې په اړه معلومات نه خپرېږي.

د جمهوریت او امارت په نومونو د ولس روانه وژنه د منلو نه ده او له اوربند پرته د سولې روانې خبرې بې معنی دي.

دی وايي: "حکومت د ملاله میوند، شهید داعي صیب او یوسف رشید قاتلین ونیول، خو څه شول؟ دوی څوک و؟ دوی باید علني محاکمه شي، څو خلک پوه شي چې بالاخره دا ولس څوک وژني؟"

اعتراض کوونکو د یوې ورځې لپاره د خوست ټولې دولتي ادارې د خلکو او چارواکو پر مخ وتړلې.

دوی وایي، دا کار یې د دې لپاره کړی چې جمهوریت د څو کسانو له خوا انحصار شوی او حکومت هم د ولس پرله پسې غوښتنې نه ځوابوي.

بل ګډونوال فرید قربان بیا وایي، د جمهوریت او امارت په نومونو د ولس روانه وژنه د منلو نه ده او له اوربند پرته د سولې روانې خبرې بې معنی دي.

دی وايي: "داعي قرباني شو، ودان قرباني شو، ملاله یې هم پرېنه ښوده، پرون نیمروز کې خلکو قربانۍ ورکړې او دا هره ورځ عسکر قرباني کېږي، نور د نر غوندې حکومت ته هم ووايئ، طالب ته هم ووایئ، چې نور تاسې د څلوېښت میلیونه خلکو سرنوشت نشئ ټاکلی."

د افغانستان د عامه ساتنې د ملي تصدۍ ویاند او مدني فعال ضیا ودان دوه ورځې وړاندې په کابل کې سهار دندې ته پر لاره په مقناطیسي ماین ووژل شو. په چاودنه کې یې اوښی هم وژل شوی او چلوونکی یې ژوبل دی.

د افغانستان د عامه ساتنې د ملي تصدۍ ویاند او مدني فعال ضیا ودان په کابل کې ووژل شو.
د افغانستان د عامه ساتنې د ملي تصدۍ ویاند او مدني فعال ضیا ودان په کابل کې ووژل شو.

کورنیو چارو وزارت د پلټنو خبر ورکوي، خو دا چې شک یې پر چا دی او څوک نیول شوي او که نه؟ معلومات نه شته.

وزارت، تېره ورځ د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید د وژنې په تور درې کسان رسنیو ته وښودل چې په وینا یې د وسله والو طالبانو اړوند دي، خو طالبانو ښکېلتیا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG