د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د صالح دفتر: له هدفي وژنو د طالبانو هدف پر نظام د خلکو د بې‌باورۍ زیاتول دي


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په وروستیو هدفي وژنو کې وسله‌وال طالبان په مستقیم دخالت تورنوي او وايي، له دې کاره د طالبانو هدف پر نظام د خلکو د بې‌باورۍ زیاتول دي.

خو وسله‌وال طالبان په دغو هدفي وژنو کې خپل دخالت ردوي.

د ښاغلي صالح د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد پرون یکشنبه ازادي راډیو ته دا خبره وکړه: "دا چې طالبان د دغو بریدونو مسؤلیت نه‌اخلي، افغانانو او خپله طالبانو ته، که فکر ورباندې وکړي څرګنده ده چې دوی له امریکایانو سره وعده کړې چې په لویو ښارونو کې به حملې نه‌کوو. په ښارونو کې د ډله‌ییزو او انتحاري بریدونو سره خو له امریکا سره د دوی تړون خرابېږي، دوی ورڅخه وېره لري. ټول جنګ‌یې پر کابل متمرکز کړی چې هدفي وژنې او بمي چاودنې دي."

رضوان مراد
رضوان مراد

د هدفي وژنو په لړ کې پرون په کابل کې د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسؤل ضیا ودان له خپلو دوو همکارانو سره په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر د دې وژنې په تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، "دا کسان څوک دي چې د افغانستان د ځوان او تحصیل کړي ځواک د له‌منځه وړلو هڅه کوي؟ زموږ هم‌نسلان او د راتلونکي لپاره موجوده هیله وژني."

په تېرو دوو میاشتو کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي ترڅنګ ګڼ خبریالان، فعالان، پیلوټان، سیاسي څېرې او نور شخصیتونه په دغسې هدفي حملو کې وژل شوي دي.

طالبانو او امریکا د فبرورۍ پر ۲۹مه په خپلو کې موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې طالبانو په لویو ښارونو کې د لویو حملو نه‌کولو ژمنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جنورۍ میاشتې پر دوهمه وویل، له څه باندې یوه کال راهیسې په افغانستان کې کوم امریکايي سرتېری نه‌دی وژل شوی، حال دا چې په ۲۰۱۹م کال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی و.

په وروستیو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ د ملکي افغانانو مرګ‌ژوبله هم زیاته شوې ده.

ملګرو ملتونو ویلي د ۲۰۲۰م کال په لومړیو نهو میاشتو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړو کې نږدې ۶،۰۰۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

کابل کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی کس
کابل کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی کس

په وروستیو کې د هدفي وژنو زیاتېدو د عامو افغانانو اندېښنې زیاتې کړي او دوی له دولت څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د امر الله صالح د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد وايي، دا هدفي وژنې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د څو هدفونو له مخې کېږي: "یو هدف دا دی چې امنیتي تړون یا د شپږنیمو بجو ټیم باید ناکام کړي چې په هغه کې مستقیماً پاکستانیان کار کوي او هدف‌یې هم دغه دی چې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال باید ناکام ثابت کړي. دوهمه خبره دا ده چې پر نظام د خلکو بې‌باوري نهایت زیاته کړي او داسې څرګنده کړي چې نظام خپل سرتېري او خپل ځوانان خپله وژني. د دې جګړې او وروستیو هدفي وژنو هدف دغه دی."

په کابل کې د امنیتي پېښو له زیاتېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د اکټوبر میاشتې په نیمايي کې، د څه مودې لپاره د کابل د امنیتي چارو مسؤلیت خپل لومړي مرستیال امر الله صالح ته وسپاره.

که څه هم په وروستیو کې په کابل کې لویې امنیتي پېښې کمې شوي، خو مقناطیسي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

کابل کې د ضیا ودان پر موټر چاودنه
کابل کې د ضیا ودان پر موټر چاودنه

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون رسنیو ته وویل، د ځینو هدفي وژنو په تور څو نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د طالبانو غړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو یو ویاند معرفي کوي، په ټولو هدفي وژنو کې د خپلې ډلې دخالت رد کړی او ویلي یې دي، دوی یوازې د هغو کسانو پر ضد عملیات کوي چې په پوځي او استخباراتي فعالیتونو بوخت دي.

مجاهد پرون ازادي راډیو ته وویل، د غیر نظامي اشخاصو وژل په طالبانو پورې اړه نه‌لري او دوی دا ډول ادعاوې چې طالبان په دغسې پېښو کې لاس لري ردوي. مجاهد ویلي هدفي وژنې هغه کسان کوي چې د سولې مخالفان دي.

د هدفي وژنو ترڅنګ په امنیتي پېښو کې هم ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي چې تازه مورد یې په نیمروز ولایت کې وړمه شپه په یوه هوايي حمله کې لږ تر لږه د ۱۴ کسانو وژل کېدل دي.

تېره اوونۍ د هلمند مرکز لښکرګاه نږدې په بشران سیمه کې په یوه ورته هوايي حمله کې د ۵ کوچنیانو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

XS
SM
MD
LG