د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

کورنیو چارو وزارت: د "یوسف رشید" د وژنې په تړاو ٣ کسان نیول شوي


يوسف رشيد
يوسف رشيد

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فیفا بنسټ د اجراييوي رییس یوسف رشید د ترور په تړاو د دریو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو ( فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید د روانې لمریزې میاشتې په دریمه نېټه هغه مهال چې نوموړی د خپل دفتر په لاره و د نامعلومه کسانو له خوا له خپل موټر چلوونکي سره يو ځای په ډزو ووژل شو.

اوس د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د دریو کسانو د نیول کېدو خبره کوي.

طارق ارین
طارق ارین

د دې وزارت ویاند طارق ارین که څه هم د نیول شویو کسانو هویت نه په ډاګه کوي خو وايي چې له دوی څېړنې روانې دي.

د کابل امینه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز بيا په دې اړه ازادي راډي راډیو ته وویل: "د فیفا بنسټ د مشر د وژل کېدو په تور درې کسه نیول شوي دي، موضوع د پرمختګ په حال کې ده، ممکن نور کسان هم په دې پېښه کې ښکېل وي."

بل خوا د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نیول شوي کسان د یوسف رشید په ترور کې مسقیم لاس لري.

یوسف رشید په ټولنیزو فعالیتونو کې هم يو مطرح شخص و، ۴۵ کلن و او له دوو مېرمنو يې پنځه اولاده درلودل.

د نوموړي ورور عبدالباقي رشید له افغان حکومت غواړي، چې نیول شوي کسان په علني محاکمه کړي.

هغه وویل: "د یوسف رشید مړینه مونږ او د افغانستان د خلکو لپاره ستره ضایع ده. نوموړي د خلکو لپاره خدمتونه کړي خو له بده مرغه حکومت ونشو کړای چې امنیت یې ټینګ کړي."

د فیفا نوی مشر نعیم اصغري له حکومت غوښتنه کوي، چې د مدني فعالانو د امنیت لپاره ګوټلي ګامونه پورته کړي.

اصغري زياته کړه: "زموږ ټینګار دا دی چې د پېښې د څرنګوالي په اړه باید سمه پلټنه وشي، که جدي پلټنه یې وشي دا کار په راتلونکي کې زمونږ د ژوند په خونديتوب هم مثبت اغېز پرېښودلی شي."

له تېرو دوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د مدني فعالانو او خبریالانو هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې هدفي وژنو پړه پر طالبانو اچوي خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په وار وار دا تورنه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG