د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه: طالبان دې هدفي وژنې ودوري


څه موده وړاندې د طلوع نیوز د پخواني وياند يما سياوش پر موټر چاودنه شوې وه. له چاودنې وروسته د ښاروالۍ کارکوونکي سوځېدلى موټر لېږدوي.
څه موده وړاندې د طلوع نیوز د پخواني وياند يما سياوش پر موټر چاودنه شوې وه. له چاودنې وروسته د ښاروالۍ کارکوونکي سوځېدلى موټر لېږدوي.

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې بندې کړې.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونو، د وروستیو هدفي وژنو پړه پر طالبانو واچوله.

د دې ځواکونو ویاند سني لګټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د دولتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو وروستي وژنې د طالبانو کار دی او د سولې خبرو د برياليتوب لپاره باید دا ودرول شي.

ښاغلي لګټ د طالبانو د ویاند هغو خبرو ته په اشارې چې ګواکي د طالبانو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو بریدونه د دوحې تړون زیانمنوي ليکلي، دا خبرې ناسمې دي.

نوموړي زیاته کړې، د امریکایي ځواکونو دریځ ثابت دی نو کله چې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړې دوی به له افغان ځواکونو دفاع کوي.

هغه یو ځل بیا د جګړې له ښکېلې خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی را کم کړې.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ملي امنیت مشر، احمد ضیا سراج د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې استجوابیه غونډه کې وویل، طالبانو د جګړې په لیکو کې د ماتې له امله هدفي وژنو ته مخه کړې ده.

د ښاغلي سراج په خبره، امنیتي ځواکونو په غزني کې د سیمه يیز خبریال رحمت الله نیکزاد د قتل په تور یو کس نیولی چې د خوشې شویو طالبانو له ډلې دی.

احمد ضیا سراج
احمد ضیا سراج

هغه وویل: "دوه کسان مو چې نیولي یو د پنځه زره خوشې شویو طالبانو له ډلې دی، هغوی چې له بند خونو خلاصېږي بېرته طالبانو سره یوځای او د پاکستان کراچۍ ښار ته سفر کوي. په کراچۍ کې هڅول کېږي چې خپلې مبارزو ته دوام ورکړې، دا کس چې موږ نیولی په لسګونو پېښو کې یې لاس درلود تر هغه چې د ښاغلي نیکزاد په وژنه کې ونیول شو."

د ملي امنیت ریس زیاتوي، په وروستیو څو ورځو کې د ځینو خبریالانو له ترور مخنیوی شوی.

خو د طالبانو ډله بیا په کابل او ولایتونو کې په هدف وژنو کې لاس لرل ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په وروستیو کې چې د مدني فعالانو او خبریالانو کوم قتلونه شوي دوی په کې لاس نه لري.

غزني کې د طالبانو يو انځور November. 01.2020
غزني کې د طالبانو يو انځور November. 01.2020

ښاغلي مجاهد، امریکايي ځواکونو د دوحې تړون په نقض تورنوي او وايي، که دا لړۍ همداسي وغځېږي نو امریکایي ځواکونو به د دوی له تند غبرګون سره مخ شي.

د طالبانو ډلې نن هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، امریکايي ځواکونو د دې ډلې غړو باندې په ننګرهار، هلمند او کندهار کې هوایي بریدونه کړې دي.

دا په داسي حال کې ده، چې په وروستیو دوه میاشتو کې ۱۰ خبریالان او مدني فعالان د مقناطيسي ماینونو په چاودونو او یا هم په ډزو وژل شوي دي.

له دې ډلې يو هم د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي و چې وژنه يې په کور دننه او نړيواله کچه له تندو غبرګونونو سره مخ شوي ده.

XS
SM
MD
LG