د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

هېواد: افغانستان کې د خبريالانو او اغېزمنو کسانو وژنې زړه بوګنوونکې دي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو د پیل په تړاو لیکلي چې دواړو لورو له اوږدو بحثونو او سختو فشارونو وروسته د خبرو پر اصولو او کړنلارې هوکړه کړې او د خبرو د اجنډا په اړه‌یې لومړني بحثونه هم کړي دي.

د لیکوال په وینا، دا ځل به بیا بحثونه سخت، ستونزمن او لانجمن وي، ځکه په خبره‌یې له یوه اړخه د سولې په تړاو د دواړو لورو په ارادو او نیت کې ستونزې شته او له بله اړخه د دواړو لورو د غوښتنو ترمنځ واټن هم زیات دی.

مسیر ورځپاڼې لیکلي، دا خبرې په داسې وخت کې بیا پیلېږي چې په امریکا کې د واک لېږد ته تیاری روان دی او لا هم معلومه نه‌ده چې بایډن د افغانستان په تړاو د ټرمپ تګلاره همغسې مخ ته بیايي او که به څه بدلونونه په‌کې راولي، ځکه چې د ورځپاڼې په وینا تر اوسه بایډن په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

لیکوال په دې خبرو کې یوه بله لویه ستونزه دا هم یاده کړې ده چې د جمهوریت ټیم په خپلو منځو کې اختلافات لري او ورځپاڼې د ټیم د یوه غړي حفیظ منصور خبرو ته اشاره کړې چې د اوسني نظام او ارزښتونو د ساتنې لپاره له موقت حکومت پرته بله لاره ستونزمنه بللې، خو دا هغه څه دي چې د ورځپاڼې په خبره اشرف غني بیا بیا رد کړی دی.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د سولې راتلونکي پړاو خبرو ته په اشارې د مذکرو اساسي ستونزه د دواړو لورو ترمنځ د نظرونو ژور اختلاف یاد کړی لیکلي، تمه نه‌کېږي چې دا خبرې ژر نتیجه ورکړي.

لیکوال ټینګار کوي، طالبان باید په دې پوه شي چې د افغانستان اوسني شرایط د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله بدل شوي او د مذاکرې په مېز کې باید په حقایقو تمرکز وشي.

ورځپاڼې راتلونکې خبرې ستونزمنې بللي لیکلي ممکن جګړه نوره هم تېزه شي او حکومت اړ دی چې د جګړې د کنټرول لپاره ملا وتړي، خو سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي له دغو ټولو ستونزو سره خلک د یوې عادلانه سولې غوښتونکي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د خبريالانو او اغېزمنو کسانو وژنې زړه بوګنوونکې دي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم د رسنيو د ملاتړ او دفاع ادارې پر حکومت د فشار لپاره د حکومت د کړنو پر راپورونو درې ورځنی بنديز غوره بولي، خو په وینا یې افغان حکومت ته د خبريالانو او بل بې‌ګناه کس وژنه او په تېره بيا هدفي بريدونه د منلو نه‌دي او په دې اړه‌يې په خپل وخت غبرګون ښودلی دی.

لیکوال ټینګار کړی چې د يو شمېر خبريالانو وژونکي نیول شوي او په دې اړه افغان حکومت جدي دی.

XS
SM
MD
LG