د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

په افغانستان کې هدفي وژنې او د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې!


ارشیف
ارشیف
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز په افغانستان کې د هدفي وژنو په هکله یو مطلب کې لیکي چې دغو وژنو چې څوک‌یې مسؤلیت په غاړه نه‌اخلي افغانان وېرولي دي.

ورځپاڼه لیکي چې ډېری دولتي چارواکي دغه وژنې د طالبانو کار ګڼي، خو ځیني دا اندېښنه هم لري چې کېدای شي ځیني اړخونه له وضعیته د امتیازاتو د اخیستلو لپاره کار اخلي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د هغو کسانو څخه چې وروستیو هدفي وژنو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ یو یې هم یو پوځي څارنوال و چې د قانون ملاتړ یې د خپل ژوند تر ټولو اوچت ویاړ ګاڼه، بل یې ډاکتر و چې د نورو کسانو د ژوند ژغورل تر ټولو ورته ګران او با ارزښته وو، بل یو خبریال و چې چارواکو څخه‌یې پوښتنې کولې او راپورونه‌یې جوړول او یو بل هم د بشري حقونو فعال و چې په خپله سیمه کې یې د فقر او بې‌عدالتۍ د کمولو هڅې کولې، دوی ټول په وروستیو اوونیو کې د ناپېژانده کسانو له‌خوا ووژل شول.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي هم د هغو کسانو څخه دی چې د هدفي وژنو قرباني دی.

نیویارک ټایمز لیکي په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له دوو لسیزو جنګ وروسته له افغانستانه د وتلو لپاره تیاری نیسي، دغه وژنې د بد امنۍ د کچې د لوړوالي یوه څرګنده نښه او د اندېښنې وړ ده.

د ټولو امریکایي ځواکونو احتمالي وتلو په افغانستان کې د زور زیاتي او کړکېچ د پراخېدو د امکان اندېښنه هم رامنځته کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي چې هدفي وژنې په ټولنه کې د وېرې او ترهې د خپرولو په هدف ترسره کېږي، څو خلک د خبرو د هر ډول شرطونو منلو ته اړ کړای شي چې که په نتیجه کې یې د سولې موافقه راځي یا کورنۍ جکړه.

  • مېل انلاین

مېل انلاین هم په افغانستان کې د هدفي وژنو او په قطر کې د سولې د خبرو په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

خپرونه لیکي چې د سولې خبرې ټاکل شوې سبا سې شنبه په قطر کې بیا پیل شي، خو بل‌خوا په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ روانه ده چې خلکو کې یې وېره او ترهه خپره کړې.

مېل انلاین لیکي، د سولې خبرو اترو چې څو میاشتې یې ونیولې، تر اوسه‌یې کومه په زړه پورې نتیجه نه‌ده ورکړې او دواړه خواوې یوازې د خبرو په طرزالعمل موافقې ته رسېدلي چې د پام وړ پرمختګ ګڼل کېږي.

خپرونه وړاندې لیکي چې دولت به دا ځل خبرو کې په اوربند او د نظام په ساتلو ټینګار وکړي.

مېل انلاین د دولت د مرکچي پلاوي د غړي غلام فاروق مجروح له قوله لیکي چې وايي، خبرې به ډېرې پېچلې وي او وخت به ونیسي، خو دی هیله‌مند دی د جنګ چې خلک‌یې ستړي کړي په ختمولو ژر تر ژره موافقه وشي.

مېل انلاین د ملګرو ملتونو د راپور په استناد لیکي چې د تېر۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۲،۱۷۷ ولسي خلک وژل شوي او ۳،۸۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    سلطان سرور

    سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG