د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

طالبان او افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه يو بل له دوحې تړون په سرغړاوي تورنوي


د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون
د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون

طالبانو او په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو دواړو يو بل د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړون څخه په سرغړاوي تورن کړي دي.

پرون طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې "په ننګرهار، کندهار او هلمند کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا پر دوی بمبارونه کول له تړون څخه سرغړونه ده"، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند بېرته طالبان په سرغړاوي تورن کړي دي.

تازه په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو وياند ساني لګېت پر خپل ټویټر د طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګوندې ناټو د افغانستان په ځينو سيمو کې په هوايي بمباريو د دوحې له ترون سرغړاوی کړی دی.

ښاغلي لګېت په ټينګار ويلي چې د امريکایي ځواکونو دريځ روښانه او ثابت دی او هغه دا چې دوی به د طالبانو د بريدونو په وړاندې د افغان ځواکونو دفاع وکړي.

نوموړي يو وار بيا په ټولو خواوو غږ کړی چې تاوتريخوالی دې راکم کړي.

ساني لګېت په افغانستان کې د حکومتي چارواکو مدني فعالانو او ژورنالېستانو هدفي وژنې د طالبانو داسې کمپاين بللی چې مسؤليت‌يې نه‌مني.

د امريکايي ځواکونو وياند ويلي چې دا کمپاين بايد ودرېږي.

تر دې مخکې د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو بیان کې ویلي وو "په ننګرهار، کندهار او هلمند کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا" پر دوی "بمبارونه کول د (دوحې) له تړون څخه سرغړونه ده."

طالب ویاند په دې په دې اعلامیه کې خبرداری ورکړی و چې "که یادې بمبارۍ او په کندهار کې عملیات هر څه ژر بند نه‌شي" او د دوحې له تړون په سرغړاوي پر دوی بمبارۍ او پوځي عملیات دوام پیدا کړي، نو طالبان "به هم جدي عکس‌العمل ته مجبورېږي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ امريکايي مرکچيانو د فبروۍ په مياشت کې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې يو تړون لاسليک کړ چې په‌کې د نورو شرطونو په شمول دواړو خواوو په يو بل د بريدونو په نه‌کولو هم توافق کړی.

په دې توافق کې طالبانو ژمنه کړې چې په لويو ښارونو به بريدونه نه‌کوي او په مجموع کې به تاوتريخوالی راکموي.

په تېرو ۱۰ میاشتو کې دواړو خواوو تر ډېره دا تړون عملي کړی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک غونډه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک غونډه

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل پروني بیان کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو هغه څرګندونې یادې کړي چې ویلي یې دي، په تېر یو کال کې افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه‌دی وژل شوی.

ښاغلي مجاهد پر امریکايي سرتېرو بریدونه نه‌کول د دوحې تړون ته د خپلې ډلې ژمنتیا بللې ده.

امریکايي ځواکونو که څه هم په تېرو ۱۰ میاشتو کې پر وسله‌والو طالبانو پوځي عملیات نه‌دي کړي، خو څو ځل‌یې په هلمند، کندهار او نورو سیمو کې هغه مهال چې وسله‌وال طالبان ګڼ مېشتو سیمو ته نږدې شوي هوايي بمبارۍ کړې دي.

په افغانستان کې امریکايي سرتېري
په افغانستان کې امریکايي سرتېري

له بله پلوه دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه په کابل او ولایتونو کې د ژورنالېستانو او مدني فعالانو د هدفي بریدونو پړه پر طالبانو اچوي او یو داسې کمپاین بولي چې تر شا یې طالبان لاس لري، خو مسولیت‌یې نه‌اخلي. طالبانو په دې وژنو کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغان حکومت امنیتي ادارو هم وروستۍ وژنې د وسله‌والو طالبانو کار بللی دی.

XS
SM
MD
LG