د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

ویسا: ولسمشر ټرمپ افغانستان کې د سرتېرو شمېر له ۴ زرو نه‌شي کمولی


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د ویستلو پر سر د امریکا کانګرس د دریځ په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له وتلو سره د امریکا د کانګرس د مخالفت په تړاو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د کانګرس ځیني غړي وایي، ولسمشر ټرمپ افغانستان کې د سرتېرو شمېر له ۴ زرو نه‌شي کمولی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې اړه هغو جزئیاتو ته اشاره شوې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال لپاره د امریکا د استازو او سنا جرګې د واک ورکولو په قانون کې راغلي.

ورځپاڼه لیکي، په قانون کې راغلي چې ولسمشر نه‌شي کولای په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر تر څلور زره کم کړي.

د ورځپاڼې په وینا د قانون جوړوونکو وروستۍ پرېکړه نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن ته هم قوي پیغام ورکوي څو د افغانستان له مسائلو سره بشپړ مسؤلانه چلند وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې په همدې اړه لیکلي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې کانګرس د ټرمپ حکومت مکلف کړی چې له افغانستانه نور ځواکونه يوازې هغه مهال ايستلی شي چې د امريکا له متحدانو او د افغانستان له حکومت سره پرې همږغي شي.

لیکوال ټینګار کوي چې د امريکا کانګرس په داسې حالت کې دغه دريځ غوره کوي چې د ځواکونو د ايستلو د نېټې اعلان، طالبانو او نورو ترهګريزو ډلو ته داسې روحيه ورکړې چې ګنې هغوی مقاومت وکړي او همدا ده چې د سولې لړۍ له ځنډ او خنډ سره مخ شوې ده.

هېواد دولتي ورځپاڼې د کانګرس له وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی او لیکلي چې له افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې ملاتړ، ډېر اړين دی او که د ملاتړ ختمولو نېټه ټاکل کېږي او يا هم غير قانوني پرېکړه کېږي، نو د ترهګرۍ خطر زياتولی شي.

XS
SM
MD
LG