د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنست ( نی) وايي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۰ پېښې ثبت شوي حال دا چې دغه پېښې په ۲۰۱۹ میلادي کال ۱۱۵ وې.
د نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د پنجشنبې (د مرغومي ۲۵مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې ته وویل، په دې کال کې شااوخوا ۲۰ خبریالان ټپیان شوي هم دي.
دی وايي: "د تاوتریخوالي هغه پېښې چې ثبت شوي، قتل، اختطاف، وهل، ګواښونه سپکاوی او نیول دي. له بده مرغه په تېر۲۰۲۰ میلادي کال کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي، شااوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي او نږدې ۳۳ پېښې د وهلو او ډبولو ثبت شوي دي."
د ښاغلي خلوتګر په خبره، ۲۰۲۰ میلادي کال همدا راز اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې هم په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو بد کال و.
ښاغلی خلوتګر ټینګار کوي چې افغان حکومت د خبریالانو د خونديتوب په برخه کې ټینګه اراده نه لري.
نوموړی وايي، هغه معلومات چې نی ته رسېدلي حکومت د دې ځنځیره يي وژنو د مخنیوي توان لري او رغنده تګلاره په دې برخه کې نشته.
افغان حکومت د خبریالانو د خونديتوب په برخه کې ټینګه اراده نه لري.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ چارواکي همدا راز د دې هدفي وژنو دوام ته په اندېښنې سره وایي، که دغه لړۍ روانه وي ډېر رسنیز فعالان به افغانستان ته پریږدي.
په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان هم روان حالت د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي که وضعیت کنټرول نه شي د بیان د ازادۍ راتلونکی له ګواښ سره مخ دی.
په کابل کې د شمشاد ټلوېزیون خبریاله لیمه هوتک ازادي راډيو ته وویل: "د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې ډېری خبریالانې او مدني فعالان دې ته اړ کړل چې خپلې دندې پریږدي، دغه ستونزه بیا ولایتونو کې ډېره د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ده او کوم خبریالان چې په مرکز او ولایتونو کې خپلو دندو ته دوام ورکوي، د ګواښ لاندې دي."
بل خبریال زین الله محبوبي بیا وايي، روان حالت یې په کارونو سخت منفي اغېز کړی: "په هېواد کې د خبریالانو وروستۍ هدفي وژنې موږ سخت اندېښمن کړي یو، دغه چاره د خبریالانو د کار ساحه محدوده کړې او خبریالان نه شي کولای په خلاص لاس کار وکړي، موږ له حکومته دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوو."
له دې ور هاخوا بیا په کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون پخواني ویاند او خبریال یما سیاوش د وژل کېدو په اړه د ده کورنۍ ملګرو ملتونو ته له افغان حکومته شکایت کړی.
دغه شکایت چې په لیکلي بڼه په رسنیو کې خپور شوی په کې ویل شوي چې ملګري ملتونه دې افغان حکومت د دې پېښې په اړه ځواب ویلو ته اړ کړي.
په دې لیک کې همدا راز دا هم ویل شوي چې د یما سیاوش کورنۍ له شااوخوا ۲ میاشتو راهیسې د حکومت ځواب ته په تمه ده، خو افغان حکومت د دې پېښې په اړه کره ځواب نه وايي.
د دې لیک په یو برخه کې ویل شوي چې اوس د یما سیاوس یو شمېر خواخوږي ده ته د حق غوښتنې په هدف له خلکو لاسلیکونه راټول وي.
په ورته وخت کې دې ټولو اندېښنو ته بیا افغان حکومت په ځواب کې وايي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې پېښې څیړل شوي او خونديتوب لپاره یې هم رغنده ګامونه پورته شوي.
د حکومت د رسنیو مرکز مشر لطیف محمود له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي:
"هغه ادعاوې چې په دې برخه کې شوي، ټولې بې اساسه دي او پروژه یې بڼه لري. د وروستیو پېښې عاملین ونیول شول او پېښې تحقیق او تعقیب لاندې دي. له دې وړاندې هم له ۱۳۸۰ کال څخه تر ۱۳۹۹ پورې د خبريالانو د قتل ۱۳۹ پېښې د حکومت د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا څیړل شوي دي."
هممهاله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د جدي اقداماتو خبره کوي.
دې وزارت په یوې خپره اعلامیه کې ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو ټیلیفوني شمېره عام کړې چې له مخې به یې هغه ګواښونه چې خبریالانو ته متوجې د دوی له لوري د معلوماتو په شریکولو سره یې به مخه نیول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس افغانان، مدني فعالان او د رسنیو غړي په دوحه کې د دواړو خواو (افغان حکومت او طالبانو ) د مرکچي پلاوو څخه غواړي چې د سولې په خبرو کې د هدفي وژنو او ترورنو په اړه هر اړخیز بحث وکړي او په دې اړه دې یوې پایلې ته ورسیږي.