د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

په کابل کې د هدفي وژنو زياتوالى؛ حکومت د پولیسو شمېر زیاتوي


په کابل کې د ماین چاودنې وروسته د سيمې انځور چې پولیس هم په کې ليدل کېږي.
December 22, 2020
په کابل کې د ماین چاودنې وروسته د سيمې انځور چې پولیس هم په کې ليدل کېږي. December 22, 2020

په کابل کې د هدفي وژنو له ډېرېدو وروسته د افغانستان حکومت غواړي، چې په دغه ښار کې د پولیسو شمېر زیات کړي.

حکومت وايي، د کابل د نفوس په تناسب د دې ښار د پولیسو شمېر ډېر کم دي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، پر ژورنالیستانو او مدني فعالانو د هدفي بریدونو هدف پر نوي نسل حمله، د هغو د روحیې خرابول او د هېواد بې ثباته کول دي.

په تېرو څه کم دوو میاشتو کې په بېلابېلو حملو کې د ازادي راډیو د هلمند د خبریال الیاس داعي په شمول ۴ خبریالان او د مدني ټولنې څو فعالان وژل شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني پرون د کابینې په غونډه کې د خپل حکومت چارواکو ته ځینې لارښوونې وکړې، د وروستیو بریدونو د هدف په اړه یې وویل: "هدف د ثبات له منځه وړل دي، هدف د اعتماد له منځه وړل دي، هدف زموږ د ځوان نسل نهیلي کول دي او د ټولو مشرانو او په تېره بیا زموږ د ښځو مایوسه کول دي."

ده ټولو اورګانونو ته لارښوونه وکړه، چې د وژل شویو کسانو د کورنیو لاسنیوی وکړي او خواخوږي ورسره وښيي.

ښاغلي غني همداراز پر امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې د دغو قتلونو عاملان کشف او ونیسي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې د هدفي وژنو د زیاتېدو له کبله د افغانانو اندېښنې په ډېرېدو دي، ټاکل شوې ده چې د افغانستان حکومت ژر د کابل د پولیسو شمېر دوه برابره کړي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو ريیس رضوان مراد د دې طرحې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ولسمشر د لومړي مرستیال محترم امرالله صالح د پیشنهاد او طرحې له مخې، د افغانستان ولسمشر د کابل د پولیسو د شمېر د دوه چنده کولو پرېکړه کړې ده او هدایت یې ورکړی چې د دې طرحې د عملي کولو لپاره میکانیزم جوړ شي چې نه یوازې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره بلکې د نظم د ټینګولو لپاره پولیس کافي بشري قوت ولري."

رضوان مراد
رضوان مراد

ښاغلي مراد دا هم وویل، چې دا پرېکړه په دې خاطر شوې چې د کابل ښار نفوس شاوخوا ۶ میلیونه دی او د نفوس شمېر ته په کتو د دغه ښار د پولیسو شمېر د نړۍ تر بل هر ښار لږ دی.

پرون د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم خبریالانو په تېره بیا ښځینه خبریالانو ته د ګواښونو په اړه اندېښنه وښوده.

د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون مرکزي دفتر
د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون مرکزي دفتر

دې کمېسیون ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ډېر شمېر ښځینه ژورنالیستانې اړ کړل شوي چې خپل مسلک ته شا واړوي.

دغه کمېسیون پر خبریالانو او د مدني ټولنې پر فعالانو د حملو په اړه په تحقیقاتو او د بریدونو د عاملانو په نیولو کې حکومت پاتې بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG