د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

ناټو او ملګرو ملتونو په کابل کې وروستیو هدفي وژنو ته اندېښنه ښکاره کړه


ارشیف، کابل ښار کې د چاودنې سیمه
ارشیف، کابل ښار کې د چاودنې سیمه

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې په هڅو کې خپله ونډه په بشپړ ډول ادا کړي.

په ورته وخت کې یوناما په افغانستان کې د اورکم غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې تر دوو اوونیو په لنډه موده کې تمه ده چې د سولې مهمې خبرې پیل شي، نو هدفي وژنې او شخړې باید راکمې شي.

ناټو او ملګرو ملتونو په کابل کې وروستیو هدفي وژنو ته اندېښنه ښکاره کړه.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ستیفانو فونتېکورو په ټویټر کې په کابل کې د ملکیانو پر ضد وروستي بریدونه غندلي دي او لیکلي یې دي چې طالبان باید سولې ته د فرصت ورکولو لپاره خپله ونډه په بشپړه توګه ادا کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر، یوناما بیا په یو بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ‌یې خپور کړ ویلي دي چې ملګري ملتونه د تاوتریخوالي د دوامداره کموالي په اړه یو ځل بیا خپله غوښتنه تکراروي او د سولې د مهمو خبرو اترو لپاره چې ټاکل شوې ده د جنوري په پنځمه له سره پيل شي باید د انسانانو ژوند ته پاملرنه وشي.

د روېټرز اژانس په وینا په تېرو دوو میاشتو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان په کابل کې وژل شوي دي. طالبانو په دې ښار کې د ترسره شویو بریدونو مسؤلیت نه‌دی منلی.

د کابل د ښار د امنیت چارې ولسمشر اشرف غني خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته له نږدې دوو میاشتو راهیسې سپارلې دي.

د لومړي مرستیال د دفتر د اطلاعاتو او رسنیو د برخې مسؤل رضوان مراد ازادي راډيو ته په خبرو کې دا ومنله چې لاهم په کابل کې ترورېستي بریدونه کېږي او د ماینونو چاودنې دوام لري.

رضوان مراد
رضوان مراد

ښاغلی مراد زیاتوي: "اما که چېرته د افغان امنیتي ځواکونو وروستي عملیات او قاطع اجراات نه‌و، نو هغه څه چې د افغانستان دښمن پلان کړي هغه به په کابل کې د دې حملو څو چنده زیاتوالی خلکو لیدلی وی. زیات وحشت به‌یې لیدلی وی د یو پر ځای به پنځه حملې کېدې او د درې چاودنو پر ځای به ۱۵ چاودنې کېدې."

ښاغلي مراد دا ونه‌ویل چې دا دښمن څوک دی، خو اشاره‌یې طالبانو ته وه او د کابل اوسېدونکو ته‌یې ډاډ ورکړ چې د امنیت د ښه‌والي لپاره به په لنډ وخت کې ډېر تغییرات راشي.

دی وايي: "​د دښمن دا هڅه چې په کابل کې هر ډول هدف په نښه کړي ترڅو د خلکو اذهان مغشوش کړي او هغه هدف چې د دوحې تړون نه وروسته‌یې لري هغه ترلاسه کړي د هغې د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي."

د ناټو ملکي استازي په خپل ټویټ کې ویلي دي چې ناټو له افغانانو سره د ترهګرۍ پر ضد ولاړه ده او د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې دا بې‌معنی شخړې پای ته رسوي.

په کابل کې د تازه هدفي وژنو په ترڅ کې پرون د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید د ناپېژانده وسله‌والو له لوري ووژل شو.

یوسف رشید
یوسف رشید

تر دې یوه ورځ مخکې په دې ښار کې د ښځینه ډاکترانو په ګډون پنځه روغتیاپالانو د چاودنې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

XS
SM
MD
LG